د امريکې خارجه وزير وئيلي چې د شام شخړې په اړه د پرېکړې وخت راغلی دی ، کومه پرېکړه به چې يا خو په راتلونکې کې د جنګ ختمېدو په لړ کې مرستندويه ثابت شي او يا به بيا په راتلونکې مشکل لارې پېدا کړي .
جان کېري دغه خبره د خالي په ورځ ميونخ کې د امنيت په اړه غونډې ته د وينا په وخت کړې ده ، هغه وئيلي هيله مند يُو دغه اوونۍ د بدلون وي .
نوموړي دغه وينا د هغه نړيوال فورم په وړاندې کړې کوم چې د امنيت په پاليسو توجه ساتي ، د کوم فورم چې دوه ورځې وړاندې د نړيوال شام دپاره مرستندويه ډلې د غونډې نه د احاطې نه بهر اجلاس شوی او پکې د شام په اړه د اوربند او انساني بنيادونو باندې د مرستندويه کارونو غزولو په منصوبه اتفاق شوی دی .
د ۱۷ ملکونو دغه ډله په هغه بل سوچ توجه ورکولو باندې تيار دی د کوله له کبله چې روانه مياشت دشام حکومت او مخالفينو ترمنځ د ملګرو ملتونو په وساطت د خبرو لړۍ بحال شي .
دغه خبرې چې په شام کې د سياسي وقتي دور په اړوند دي ناکامه شوي، او د هغې يو علت دا ؤ چې مخالفه ډلو شکايتونه کول چې د روس په ملاتړۍ کې د شام حکومت په حلب باندې بمباري جاري ساتلې .
د کيري په وينا د دغه شخړې خاتمه به هغه وخت وشي چې کله فريق د سياسي دور په منصوبه صلاح شي .
ولې د روس خارجه وزير سرګۍ لاروف وئيلي چې د روس او امريکې ترمنځ اړيکې ضروري دي چې دشام په شخړه باندې اوربند مثبت اغېزې وکړي .
لاروف وئيلي د دواړو ملکونو پوځي مرستې په خصوصي توګه په انساني بنيادونو رسول کېدونکي امداد او د لانجې ختمېدل د اهميت وړ خبرې دي . هغه شکايت وکړو چې دا اړيکې د کېدونکې سمجهوتې نه علاوه دي د دې دپاره چې د پوځي الوتکو يو بل سره ټکر کېدو امکان د مينځ لاړ شي .
بل لور ته جان کېري د يوکرين صدر پيترو پوروشنکو سره هم ليدلي او په خپله وينا کې يې يوکرېن کې د روانې شخړې په اړه هم خبرې کړي دي .
د نوموړي دغه خبرې د هغو ملکونو لخوا د هڅو يوه کړۍ ده، په کوم کې چې ختيز يوکرېن کې د ثبات د نشتوالي په لړ کې د حل او مِنسک تړون باندې د عمل کولو په اړه روانې دي .
کېري وئيلي د روس سره اسانه لار دا ده چې هغه د مِنسک په تړون پوره عمل وکړي او يا هغو معاشي بنديزونو ته ټينګ شي کوم چې پرې دامريکا او يورپي يونين لخوا لګېدلي دي .
د کېري په وينا بندېزونو کې د نرمۍ لار هم په ډاګه ده د ډونباس نه دې وسله او پوځ لرې کړي دا خبره دې يقيني کړي چې د يوکرېن نه ټول يرغمال کړی شوي واپس کړي او په انساني بنيادونو دې د ولقې لاندې علاقو ته رسايي ورکړي .
هغه وويل د مِنسک د تړون خيال ساتل د يوکرېن هم دومره زمه واري ده .
صدر پوروشنکو وئيلي چې مسټرپيوټن، په يوکرېن کې خانه جنګي نشته دا ستا جارحيت دی .
د روس وزيراعظم دمتري مدويديو وئيلي، بغېر د څه شک شبې نه ټولو فريقېنو له به د تړون خيال ساتل پکار وي خو په بنيادي توګه په دې د عمل کولو زمه واري د يوکرېن د چارواکو په غاړه ده .