لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بغلان کې ۱۵۴ مخالفه وسله وال وژل شوي، افغان دفاع وزارت


د دفاع وزارت وياند وئيلي، د بغلان په عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونه د عامو خلکو د محفوظ ساتلو په خاطر له درنو وسلو او هوايي ځواک څخه کار نه اخلي .

د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي چې د بغلان په ډنډغوري او ډنډ شهاب الدين سيمو کې به تر هغې پوځي عمليات روان وي څو چې دا سيمې د طالبانو څخه پاکې د او ازبکستان نه کابل ته تلونکی د بجلۍ لائن بحال شوی نه وي .

د دفاع د وزارت وياند جنرال دولت وزيري د خالي يا شنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، د بغلان په عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونه د عامو خلکو د محفوظ ساتلو په خاطر له درنو وسلو او هوايي ځواک څخه کار نه اخلي .

هغه وويل "د الوتکو نه هلته کار نه اخلو، د توپ نه کار نه اخلو، د ټېنک نه کار نه اخلو د دې دپاره، چې ملکي تلفات رامنځ ته نه شي، کوشش کوو چې په طريقه او احتياط سره مخالفين له مينځه يُوسو ، چې ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين تصفيه نه شي، مونږ هلته عمليات نه ختموؤ او د دې لپاره چې د بجلۍ تارونه جوړ شوي نه وي مونږ عمليات نه بس کوو، تر اوسه پورې د مخالفينو ۱۵۴ نفره وژل شوي، ۱۷۵ نفره يې زخميان دي او څلور نفره مونږ نيولي دي" .

تېره اوونۍ په کابل کې د بغلان صوبې يو شمېر قومي مشرانو او مدني فعالانو په يوه غونډه کې خبريالانو ته وئيلي، په بغلان کې چې له درېو اوونو راهسې کومه جګړه روانه ده په هغې کې ملکي خلکو او املاکو ته ډېر تاوان اوختی او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه چې دغه عمليات زر تر زره ودروي .

خو د دفاع وزارت وئيلي، چې په بغلان کې د طالبانو ماتې په شمالي صوبو کې د دغې ډلې د ماتې په معنی دي او زياته يې کړه چې ځينې طالب پلوه کړۍ هڅه کوي چې د طالبانو په ګټه تبليغات وکړي او دا عمليات له ناکامۍ سره مخ کړي .

دغه ډول جنرال وزيري وئيلي، چې په افغانستان کې داعش له ماتې سره مخ شوی او د دغې ډلې هغه پلانونه، چې غوښتل يې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو لپاره لويې مرکزونه جوړ کړي، د افغان امنيتي ځواکونو لخوا شنډ کړی شوي دي .

دولت وزيري زياته کړه "هغوی هڅه کوي چې ځان مظبوط کړي، خو د افغانستان په يوه سيمه کې هم مرکز نه لري چې د افغانستان لپاره خطره وي، د هغوی يوه ډله په غزني کې، يا په زابل، ارزګان او يا ننګرهار کې خوځښت لري، خو هغه خطره چې ګواکې داعش به په افغانستان کې لوی مرکزونه جوړوي او بيا له دې ځايې منځنۍ آسيا او نورو هېوادونو ته ځي، هغه خطر ختم شوی دی، داعش کمزورې شوې، وژل شوې او له منځه تللې ډله ده، په سلګونه کسان يې چې پکې قوماندان او مشران يې شامل دي له منځه تللي دي، نو زه وئيلی شم چې د داعش بستره تړل شوې ده " .

جنرال وزيري زياته که ، چې لا هم افغان امنيتي ځواکونه،د داعش د ځپلو لپاره د افغانستان په بېلابيلو سيمو کې په عمليات بوخت دي .

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې افغان صدر اشرف غني د ميونخ په امنيتي کنفرانس کې وويل چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې د داعش ډلې ته د سر درانه زيانونه اوختي او له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شوي دي .

XS
SM
MD
LG