لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: پېښور زلمي په اته وکټو کوئټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړه


د پېښور زلمي کپتان شاهداپريدي پينځه کهلاړيان اؤټ کړي او د مېچ غوره لوبغاړی هم وګرځېدو .
د پېښور زلمي کپتان شاهداپريدي پينځه کهلاړيان اؤټ کړي او د مېچ غوره لوبغاړی هم وګرځېدو .

په متحده عرب اماراتو کې روان د پاکستان سُپرليګ ( پي اېس اېل) په سيالو کې د پېښور زلمي ټيم د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم ته په اته وکټو ماتې ورکړه ، دکوئټې ټيم لمړی بيټنګ کړی او په ۱۸ اوورونو کې پوره ټيم په ۱۲۹ رنزونو اؤټ شوی ؤ .

د کوئټه ګلېډي اېټرز د ټاکلي هدف په ځواب کې د پېښور زلمي ټيم لمړي لوبغاړي محمدحفيظ ۳۶ رنزونه جوړ کړل دويم لوبغاړی کامران۱۷ رنزونه جوړ کړل، ملن رنزونه ۶۰ جوړ کړل او د پېښور ټيم په ۱۹م اوور کې ټاکلی هدف پوره کړو او مېچ يې وګټو .

د کوئټې په ټيم کې زوالفقار بابر او محمدنواز يو يو وکټ واخستو .

د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم د مېچ ټاس ګټلی او لمړی بيټنګ يې کړی ؤ .

د کوئټې ټيم لمړي بېټسمېنانو کومه غوره لوبه نه وه کړې، درې لوبغاړي يې په صفر (0) او دوه په يو يو رنز اؤټ شوي وو، خو په اخره کې ګرانټ ايليټ ۴۰ او زوالفقار ۲۰ رنزونه جوړ کړل او د ټيم سکور يې ۱۲۹ رنزونو ته ورسوؤ .

د پېښور زلمي کپتان شاهداپريدي پينځه کهلاړيان اؤټ کړي ، وهاب رياض دوه، محمداصغر او جُنېدخان يو يو وکټ اخستی ؤ .

د لوبې غوره لوبغاړی شاهداپريدي وګرځول شو . دغه د پي اېس اېل ۱۷ مېچ ؤ .

د اتوار په ورځ د اسلام اباد يونائټډ او کراچي کنګز ترمنځ هم مېچ شوی او د اسلام اباد ټيم دغه مېچ ګټلی دی .

د خالي په ورځ دوه مېچونو شوي په يو مېچ کې لاهور قلندر د پېښور زلمي ټيم ته او په بل مېچ کې د کوئټه ګلېډي اېټرز د کراچي کنګز ټيم ته ماتې ورکړې وه .

تر دې دمه د پي اېس اېل په سيالو کې د کوئټه ګلېډي اېټرز او پېښور زلمي ټيمونه په مېچونو ګټلو کې برابر دي ، دواړو ټيمونو اووه مېچونو کې پينځه ګټلي او دوه بائيللي دي .

د اسلام اباد يونائټډ په اووه مېچونو کې درې ګټلي څلور بائيللي، کراچي کنګز په اووه کې دوه ګټلي او پينځه بائيللي، او د لاهور قلندر په شپږو مېچونو کې دوه ګټلي او څلور بائيللي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG