لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: د پېښورزلمي ټيم کراچي کنګز ته بيا ماتې ورکړه


له دې وړاندې هم د پې اېس اېل په روانو سيالو کې د پېښور ټيم د کراچۍ ټيم ته ماتې ورکړې وه .
له دې وړاندې هم د پې اېس اېل په روانو سيالو کې د پېښور ټيم د کراچۍ ټيم ته ماتې ورکړې وه .

په متحده عرب اماراتو کې روان د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) په ټورنامنټ کې د پېښور زلمي ټيم يو ځل بيا د کراچي کنګز ټيم ته ماتې ورکړه ، له دې وړاندې هم د پېښور ټيم د کراچۍ ټيم ته ماتې ورکړې وه .

د کراچي کنګز ټيم لمړی بيټنګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په اووه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۵۲ نزونه جوړ کړي وو .

دشاهداپريدي په کپتانۍ د پېښور زلمي ټيم د کراچۍ د ټيم د ۱۵۲رنزونو په ځواب کې ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې پوره کړو .

د پېښور د ټيم په لوبه ګټلو کې بريډهوج غوره کردار ادا کړو په ۴۵ بالونو يې ۸۵ رنزونه جوړ کړل او ګټه يې يقيني کړه ، او هغه ناټ اؤټ هم پاتې شو .

هوج ته د مېچ غوره لوبغاړي انعام هم ورکړی شو .

د کراچي کنګز بلاول بهټې دوه، محمدعامراو اوسامه مير يو يو وکټ واخستو .

له دې وړاندې د شعېب ملک په مشرۍ د کراچي کنګز په لمړي بيټنګ کې په بېټسمېنانو کې يواځې سائمنز زيات رنزونه کړي او په ۳۷ بالونو په ۴۹ رنزونو جوړولو شاهداپريدي اؤټ کړو .

د پېښور زلمي پينځه بالرانو يو يو وکټ اخستی ؤ .

دغه مېچ د پېښور د ټيم نا بلکې د کراچۍ د ټيم دپاره زيات مهم ؤ که چرته د کراچۍ ټيم ګټه ترلاسه کړی په ټورنامنټ کې د مخکې تلو لار ورته پرې جوړېده ، ولې اوس يې د مخکې تلو امکان لږه شيبه وروستو د اسلام اباد او لاهور د ټيمونو په مېچ اډاڼه لري .

که راتلونکی مېچ د لاهور ټيم ګټي نو هغه به مخکې لاړ شي ، او که اسلام اباد ګټي نو د کراچۍ ټيم ته د مخکې تلو لار هواريږي .

پې اېس اېل کې دا وخت د پېښور زلمي ټيم په لمړي نمبر دی ، او د مېچونو ګټلو ترڅنګ ورسره زيات پوائنټونه په لاس کې دي .

د پېښورټيم اته مېچونه کړي شپږ يې ګټلي دوه يې بائيللي، دغه حال د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم هم دی .

د اسلام اباد ټيم اووه مېچونو کې درې يې ګټلي څلور بائيللي، لاهور په اووه مېچونو کې دوه يې ګټلي او د کراچۍ ټيم اته مېچونو وکړه او يواځې په دوه مېچونو کې يې بريا ترلاسه کړې ده .

د پي اېس اېل د ليګ مېچونو لمړۍ مرحله به نن سرته ورسي .

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG