لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتيزندۍ سزا ورکوونکو هيوادونو کې پاکستان په دريم نمبر


 ددغو کسانو دتيزندي کولو وروستو پاکستان په نړيواله کچه دتيزندۍ دسزا ورکوونکو هيوادونو فهرست کې په دريم نمبر دى.
ددغو کسانو دتيزندي کولو وروستو پاکستان په نړيواله کچه دتيزندۍ دسزا ورکوونکو هيوادونو فهرست کې په دريم نمبر دى.

دبين المللي بشري حقونو ادارو ديو راپور ترمخه تيرکال پاکستان کې ٣٢٤ کسان تيزندي کړل شوي خو په دغو تيزندي کړل شوؤ کسانو کې اکثريت دهاغو کسانو وؤ چې دترهه ګرۍ سره يې هيڅ تعلق نۀ ؤ.

ددغو کسانو دتيزندي کولو وروستو پاکستان په نړيواله کچه دتيزندۍ دسزا ورکوونکو هيوادونو فهرست کې په دريم نمبر دى.

دپاکستان حکومت دتيزندۍ دسزا څخه وروستو له هغې بنديز پورته کړى ؤ چې دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په ګډون خواؤشا ١٥٠ کسان ووژل شول.

دبشري حقونو يوې نړيوالې ډلې اؤ جسټس پراجيکټ پاکستان پخپل يو راپور کې وائي ددغه پيښې څخه وروستو پاکستان کې دتيزندي کړل شوؤ ٣٥١ کسانو څخه يواځې ٣٩ يا تقريباً په ١٠ؤ کې يو تن په هاغو خلکو کې شامل دي چې دکومې معلومې تندروه ډلې سره تړاؤ لري اؤ يا دتندلاريتوب دجرمونو قصور وار دي.

راپور په ډاګه کوي چې پاکستان اوس دچين اؤ ايران څخه وروستو دى اؤ په کال ٢٠١٥م کې يې يواځې ٣٢٤ کسان تيزندي کړي دي.

دعدالتونو، بنديانو اؤ قانوني ډلو په اړه راپور کې وئيل شوي دي کوم کسان چې پاکستان کې تيزندي کړل شوي په هغوي کې ذهني مريضان، دکم عمر مجرمان اؤ داسې بنديان هم شامل دى چې تشدد پرې شوى اؤ يا ورته په مکمله توګه دشفافې مقدمې حق نۀ دى ورکړل شوى.

دنړيوالې ډلې رپريو ډائريکټر مايافوا وئيلي دي دغه شميره په ډاګه کوي چې دپاکستاني حکومت دعوې په حقيقت اډاڼه نۀ دي.

دروئيټرز ترمخه دپاکستان دکورنو چارو دوزارت وياند دهغوي لخوا دتبصرې کولو خواستونو ته ځواپ نۀ دى وئيلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG