لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن په نېواډا او ټرمپ په جنوبي کېرولينا کې انتخابات ګټلي


بل لور ته په جنوبي کېرولېنا کې ريپبلکن پرائمري کې ډونلډټرمپ د ۳۴ فيصده ووټونو اخستو سره په لمړي نمبر دی .
بل لور ته په جنوبي کېرولېنا کې ريپبلکن پرائمري کې ډونلډټرمپ د ۳۴ فيصده ووټونو اخستو سره په لمړي نمبر دی .

د امريکې په نېواډا کې د ډېموکرېټک ګوند د پارټۍ په انتخاباتو (کاکس) کې پخوانۍ خارجه وزير هيلري کلنټن خپل سيال سېنېټر برني سنډرز شاته پرېښودی دی ، هيلري کلنټن۵۲ او سېنډرز ۴۸ فيصده ووټونه اخستي دي .

راپورونه وايي هيلري کلنټن به اوس راتلونکې اوونۍ د ډيموکريټک د پرائمري انتخاباتو دپاره د نورې جذبې سره د جنوبي کېرولېنا مخه کوي .

د کال ۲۰۱۶م په انتخابي مهم کې د هيلري کلنټن دا دويمه کاميابي ده له دې وړاندې نوموړې د ائيووا انتخابات ګټلي وو . او سينډرز د نيوهيمپشائر په پرائمري انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړې وه .

بل لور ته په جنوبي کېرولېنا کې ريپبلکن پرائمري کې ډونلډټرمپ د ۳۴ فيصده ووټونو اخستو سره په لمړي نمبر او سېنېټر مارکو روبيو او د ټېکساس نه ټېډکروز برابر دي او د ۲۲ فيصده نه لږ زيات ووټونه يې اخستي دي .

راپورونه وايي تېره اوونۍ په هيمپشائر کې او اوس په جنوبي کېرولېنا کې د بريا نه پس ارب پتي کاروباري ډونلډټرمپ د ريپبلکن لخوا مظبوط کانديد جوړېدی شي .

ټرمپ د ګټې نه وروستو خپلو پلويانو ته په وينا کې نورو کانديدانو ته مبارکي وئيلې او زياته کړې يې ده چې د صدارتي نامزدګۍ دپاره زغل ډېر ګران دی، خو ګټه يې خوندوره وي .

نوموړي يو ځل بيا خپل هغه دريز تکرار کړی چې کله هغه صدر جوړ شي نو امريکا به يو ځل بيا په ګټو پېل وکړي ، هغه عزم څرګند کړی چې د جنوبي امريکې په پوله به د يو غټ ديوال جوړولو خرڅ ميکسيکو ورکوي .

ټرمپ به اوس نېواډا پله ځي، د راتلونکې نهې په ورځ هلته د کاکس انتخابات کيږي .

د فلورېډا پخواني ګورنر جېب بش په جنوبي کېرولينا کې په څلورم نمبر د راتلو نه پس خپل انتخابي مهم ځنډولی او وئيلي يي دي هغه د دغې زغل نه په ډډه کېدو پرېکړه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG