لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي رياست مشي ګن کې په ډزو ٧ کسان وژل شوي


 دپوليسوترمخه دخالي په ورځ دډزو پيښې دکالامازو کاؤنټي په مختلفو مقاماتو رامينځته شوي دي
دپوليسوترمخه دخالي په ورځ دډزو پيښې دکالامازو کاؤنټي په مختلفو مقاماتو رامينځته شوي دي

دامريکا مشي ګن رياست کې دډزو پيښو کې لږ ترلږه اووۀ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپوليسوترمخه دخالي په ورځ دډزو پيښې دکالامازو کاؤنټي په مختلفو مقاماتو رامينځته شوي دي

دکاؤنټي انډر شريف پال ميټئس ترمخه دغه دهدفي وژنو پيښې نۀ وې اؤ حمله کوونکى داتوار په سحر وختي نيول شوى دى.

دهغه په قول ٤٥ کلن سپين پوستي تن دنيول کيدو په مهال څه رقم مزاحمت نۀ دى کړى اؤ دهغه دګاډي څخه وسله هم لاسته راوړل شوې ده، خو تر دې مهاله دډزودمحرکاتو لړ کې څه نۀ دي وئيل شوي.

وئيل کيږي چې حمله کوونکى يو ګاډي کې ناست ؤ اؤ هغه ځايې پځايې خلک په نخښه کړي دي.

دمقامي ميډيا ترمخه پوليسو ته لمړى دکالامازو کاونټي اپارټمنټ څخه ديوې ښځې په ډزو دژوبل کيدو اطلاع ترلاسه شوې وه اؤ لږ ساعت وروستو دګاډو ديو دوکان اؤ ريسټورسنټ سره نزدې دډزو پيښو کې څلور کسانو دوژل کيدو اؤ دوؤ دژوبل کيدو اطلاع ترلاسه شوه.

ريسټورنټ سره نزدې دډزو پيښه کې يوه ١٤ کلنه جينۍ هم وژل شوؤ کې شامل ده اؤ دګاډو دډيلرشپ سره نزدې په ډزو يو پلار اؤ لور هم وژل شوي.

کالامازو تقريباً د٧٥ زرو ابادۍ سيمه ده کومه چې دډيټرائيټ څخه خواؤشا د١٦٠ کلو ميټرو په فاصله لويديز کې موقعيت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG