لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سُپر ليګ اسلام اباد يونائټډ وګټلو


پي اېس اېل کې ټول پينځه ټيمونه ؤ ، پېښورزلمي، کوئټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائټډ، کراچي کنګز او لاهور قلندر.  
پي اېس اېل کې ټول پينځه ټيمونه ؤ ، پېښورزلمي، کوئټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائټډ، کراچي کنګز او لاهور قلندر.  

د پاکستان سُپرليګ (پي اېس اېل) لمړي ټي ټيونټي کرکټ ټورنامنټ په فائنل مېچ کې د اسلام اباد يونائټډ ټيم د کوئټه ګلېډي اېټرز ټيم ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه، او د پي اېس اېل اتل شو .

د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په کرکټ مېدان کې د اسلام اباد يونائټډ او کوئټه ګلېډي اېټرز ټيمونو ترمنځ فائنل مېچ کې د کوئټې ټيم لمړی بيټګ کړی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په اووه لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۷۴ رنزونه جوړ کړي وو .

د کوئټې د ټيم په ځواب کې د اسلام اباد ټيم دوه لوبغاړو ډېوائن سمتهـ ۷۳ او برېډهېډن ۶۱ رنزونه جوړ کړل او د ټيم په ګټه کې يې مهم رول ولوبوؤ.

دغه رنګ د اسلام اباد ټيم ټاکلی هدف ۱۷۴ رنزونه په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو په ۱۹م اوور کې پوره کړو او په شپږو وکټو يې فائنل کې د کوئټې ټيم ته ماتې ورکړه .

د کوئټه ګلېډي اېټرز څلورو بالران په يو يو وکټ اخستو کې کامياب شو .

د کوئټې د ټيم په لمړي بيټنګ کې احمدشهزاد۶۴ او سنګاکارا ۵۵ رنزونه جوړ کړي او ښه لوبه يې کړې وه .

او د اسلام اباد په بالرانو کې انډری رسل درې، محمدعرفان دوه، بډري او محمدسميع يو يو وکټ اخستی ؤ .

که څه هم د پي اېس اېل په ټولو سيالو کې د کوئټه ګلېډي اېټرز غوره کارکردګي کړې وه او فائنل ته اسانۍ سره رسېدلی خو فائنل کې يې ماتې وخوړه .

پي اېس اېل کې د پېښور زلمي ټيم هم د غوره کارکردګۍ مظاهره کړې وه ولې د پلی اپ په مېچ کې ورته اسلام اباد يونائټډته ماتې ورکړې او فائنل ته رسېدلی ؤ ، دغه رنګ له دې وړاندې د کوئټې ټيم په ناک اؤټ مېچ کې د پېښور ټيم ته ماتې ورکړې او فائنل په رسېدو کې کامياب شوی ؤ .

په متحده عرب اماراتو کې د پي اېس اېل د پرانستې د ورځې په رنګ د فائنل (اخري) مېچ په مهال په ميدان کې په لويه شمېره کې خلک د مېچ کتو ته راجمع شوي او په دغه مهال د اتش بازۍ خوندورې مظاهرې هم وشوې .

پي اېس اېل کې ټول پينځه ټيمونه ؤ ، پېښورزلمي، کوئټه ګلېډي اېټرز، اسلام اباد يونائټډ، کراچي کنګز او لاهور قلندر.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG