په نيپال کې چارواکو وئيلي چې د يوې شخصي فضايي کمپنۍ وړه الوتکه د شورو په ورځ د ملک په لويديځو غرونو کې بې درکه شوې ده .
د چارواکو په وينا الوتکه کې د دوه غېرملکيانو په ګډون ۲۱ کسان سواره وو .
راپورونه وايي چې د تاراائيرز دا الوتکه د کهټمنډو نه په ۱۲۵ کلوميټره لويديځ کې د پوخاره هوايي اډې نه د جوسوم هوايي اډي پله په پرواز وه چې د کنټرول ټاور سره يې رابطه قطع شوې ده .
په الوتکه کې سورو کسانو کې ۱۸ مسافر او درې د الوتکې کارمندان وو .
د پوخاره هوايي اډې يو چارواکي يوګندرکوار وئيلي د دوه هيلي کاپټرو د لارې د بې درکه الوتکې لټون روان دی ، هغه وئيلي د الوتکې په لار کې کوم داسې ځاې نشته چې هلته کوزه شي او ويره يې څرګند کړې چې دا د کومې حادثې ښکار شوې ده .
چارواکو وئيلي په الوتکه کې سورو بهرملکيانو کې يو د چين او يو د کويت وګړي دي او پاتې نور ټول نيپاليان دي چې پکې دوه ماشومان هم شامل دي .
دجوسوم پوليس مشر د روپشي نومې کلي د خلکو لخوا وئيلي چې د يوې زورورې چاؤدنې اواز يې اورېدلی او دغه ځاې ته د رسېدو هڅې روانې دې .
د نيپال په دغه غرييزه برخه کې د فضايي سروس دپاره وړې الوتکې کاريږي .