لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد څخه تښتول شوى افغان سياستدان خوشې


 پيښور کې افغان سفارتي چارواکو دهغه دراخوشې کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغه دجمعې په سحر افغان قونصل خانې ته بوتلل شوى اؤ ددغه ځايې څخه به وروستو اسلام اباد ته روانولى شي.
پيښور کې افغان سفارتي چارواکو دهغه دراخوشې کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغه دجمعې په سحر افغان قونصل خانې ته بوتلل شوى اؤ ددغه ځايې څخه به وروستو اسلام اباد ته روانولى شي.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دروانې مياشتې په پيل کې تښتول شوى افغان سياستدان اؤ پخوانى ګورنر فضل الله واحدي راخوشې کړل شوى دى.

پيښور کې افغان سفارتي چارواکو دهغه دراخوشې کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغه دجمعې په سحر افغان قونصل خانې ته بوتلل شوى اؤ ددغه ځايې څخه به وروستو اسلام اباد ته روانولى شي.

افغان قونصل جنرل ډاکټر عبدالله وحيد پوهان دفضل الله واحدي دراخوشې په اړه ميډيا ته وئيلي دي هغه دجمعې په سحر دمردان سيمې څخه راخوشې کړل شوى دى.

قونصل جنرل وويل دمردان پوليسو ورته دجمعې په سحر ټيليفوني کال کړى اؤ خبر کړى يې دى چې واحدي سيمه کې ديوې نښتې څخه وروستو راخوشې کړل شوى دى.

هغه وويل تښتونکو هغه دمردان څخه يو بل ځايې ته بوتللو چې په دغه مهال هغوي دپوليسو لخوا په يو چيک پوسټ اودرولى شو اؤ دتښتونکو سره دنښتې وروستو يې افغان سياستدان راخوشې کړو.

واحدي سحر څلور بجې پيښور کې افغان قونصليټ ته بوتلل شوى دى.

پوهان وويل هغه په جسماني توګه روغ رمټ دى خو په ذهني توګه ستونزه لري.

دافغانستان دبهرنو چارو وزارت له دې وړاندې دپاکستان سفير غوښتى ؤ، دواحدي په تښتول کيدو يې ورته احتجاج کړى اؤ غوښتنه يې کړې وه چې اسلام اباد دې دهغه دلټون لپاره ټولې هڅې وکړي.

فضل الله واحدي داسلام اباد ايف سيون سيمه کې نامعلومو کسانو تښتولى ؤ اؤ وئيل کيږي چې هغه دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه دخيبرپښتونخوا دمردان اؤ صوابۍ ضلعو په سرحدي سيمه کې راخوشې کړل شوى دى.

له دې وړاندې دافغانستان صدر اشرف غنى پاکستان کې په چارواکو غږ کړى چې هغه دې ولټوي

سيمه ييزو پوليسو وئيلي وؤ داسلام اباد درانا مارکيټ سره نزدې ديو تورډبل کيبن اؤ دوهم سپين رنګ ټويوټا کرولا ګاډو څخه ځينې کسان راوتلي وؤ اؤ فضل الله واحدي په زوره ګاډي کې کښينوؤ اؤ تښتولى ؤ.

دفضل الله واحدي شمير دافغانستان په بااثره سياست دانانو کې کيږي اؤ دهغه دکورنۍ وينا ده چې فضل الله واحدي دچا سره څه رقم ذاتي دښمني نۀ لري

٦٦ کلن فضل الله واحدي نومبر کال ٢٠٠٧م کې دکونړ ولايت دوالي په توګه فرائض ترسره کړي وؤ اؤ هغه په کال ٢٠١٣م کې دپخواني افغان صدر حامد کرزي په دور کې دهرات ولايت والي هم مقررکړل شوى ؤ، خو وروستو هغه ددغه عهدې څخه لرې کړل شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG