لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجوهري تړون وروستو ايران کې لمړۍ پارلماني ټاکنې


 دغو ټولټاکنو کې  خواؤشا پينځه نيم کروړه ايرانيان دووټ کارولو جوګه دي، پارلماني ټولټاکنو کې دشپږو زرو څخه زيات کانديدان برخه اخلي.
 دغو ټولټاکنو کې  خواؤشا پينځه نيم کروړه ايرانيان دووټ کارولو جوګه دي، پارلماني ټولټاکنو کې دشپږو زرو څخه زيات کانديدان برخه اخلي.

دجمعې په ورځ ايران کې پارليماني ټولټاکنو لپاره ووټونه اچول کيږي.

دتهران دجوهري پروګرام په اړه نړيوالو طاقتونو سره دترسره شوي تړون اؤ ددې په بدل کې ايران څخه دبنديزونو دپورته کولو څخه وروستو دغه هيواد کې دا لمړۍ ټولټاکنې دي.

دغو ټولټاکنو کې خواؤشا پينځه نيم کروړه ايرانيان دووټ کارولو جوګه دي، پارلماني ټولټاکنو کې دشپږو زرو څخه زيات کانديدان برخه اخلي.

ټولټاکنو کې برخې اخستو لپاره ١٢ؤ زرو کانديدانو اندراج کړى چې پکې زياتره نااهله ګرځول شوي اؤ په هغوي کې اکثريت دپخواني پارلمان دغړو اؤ اصلاح خوښو کانديدانو وؤ.

دپارلمان د٢٩٠ چوکو لپاره ټولټاکنو کې ٦٢٠٠ کانديدان برخه اخلي چې پکې ٥٨٦ ښځې هم شاملې دي.

دپارلماني ټاکنو لاندې به ٢٩٠ دپارلمان غړي څلورو کلونو لپاره ټاکلى شي، دسيمه ييز وخت ترمخه سحر اته بجې پولنګ پيل شوى کوم چې به دماښام شپږو بجو پورې روان وي.

دايران صدر روحاني هيله لري چې نوى پارلمان به نړۍ سره دايران دتجارتي اؤ غيرملکي سرمايه کارۍ لپاره دهغه دخواهش ملاتړ کوي.

کانديدانو ته ټولاکنو کې دبرخې اخستو اجازه په مذهبي مشرانو اؤ قانوني ماهرانو مشتمله شورائى نګهبان ورکوي اؤ دغه شورا دهيواد مشر ايت الله خامنه اي ته نزدې ده.

ايراني مشر ايت الله علي خامنه اي دټولو حکومتي، پوځي اؤ دميډيا په چارو کنټرول لري اؤ دهيواد دخارجه تګلارې، عکسري اؤ دفاعي اؤ جوهري پاليسۍ په اړه دغوڅې پريکړې واک لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG