دامريکا خارجه محکمې وئيلي دي دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ ستراتيژيکي مذاکرات دګل دورځې څخه پيل کيږي.
دغو مذاکراتو کې به دامريکائي هيئت مشري دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري کوي.
واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند مارک ټونر وويل دغو مذاکراتو کې به دسيمې په امن ، ثبات اؤ تجارتي چارو غور کيږي.
هغه وويل پاک امريکا ستراتيژيکي مذاکراتو کې به سيمې ته دپيښو خطرو اؤ ستونزو په ګډون به دترهه ګرۍ دمخنيوي په اړه خبرې اترې کولى شي..
دپاکستان دهيئت مشري به دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز کوي.
دستراتيژيکي مذاکراتو دغه عمل په کال ٢٠١٠م کې پيل شوى ؤ، دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دامريکائي خفيه عملياتو ترسره کيدو څخه وروستو دمذاکراتو دغه لړۍ ځنډيدلې وه.
په کال ٢٠١٣م کې پاکستان کې دنوي حکومت دجوړيدو راپديخوا به دپاک امريکاستراتيژيکي مذاکراتو دغه دريمه کليزه غونډه وي.
دستراتيژيکي مذاکراتو په شپږو څانګو کې اقتصاد اؤ معيشت، انرجي، تعليم، سائنس اؤ ټيکنالوجي، دقانون نفاذ،دترهه ګرۍ مخنيوى، امنيت، ستراتيژيکي ثبات اؤ داټوم نۀ خوريدنه اؤ ددفاع څانګې شامل دي.