د ډيموکريټ ډلې صدارتي کانديدې او پخوانۍ خارجه وزيري هيلري کلنټن د خالي په ورځ جنوبي کېرولينا کې ګوندي انتخابات ګټلي دي .
د راپورونو ترمخه د ورمونټ سره تعلق لرونکی سينيټر سېنډرس د جنوبي کېرولينا په سيالو کې پاتې راغلی دی .
راتلونکې اونۍ کې د " سوپر ټيوز ډی" چې د نهې ورځ راځي د دغو رايو اچولو نه وړاندې د کېرولينا انتخابات ورستۍ سيالۍ وې . په سوپرټيوز ډی به د ۲۰ نه زياتو ايالتونو کې ګوندي انتخابات وشي .
په جنوبي کېرولينا کې وئيل کېدل چې انتخابات به کلنټن وګټي ولې په دې هم بحث کېدو چې ايا سېنډرس به په دغو سيالو کې ۳۰فيصده رايې واخلي .
د رايو د نتيجې مخې ته راتلو نه پس سېنډرس په يو بيان کې کلنټن په ګټه مبارکي ورکړې ده .
د څيړونکو په وينا په کېرولينا کې د هيلري کلنټن بريا دې پله اشاره کوي چې په لږکيو کې د هغې مشهورتيا اوس هم زياته ده .
له دې وړاندې په درېو سيالو کې د هيلري کلنټن او سينيټر سېنډرز ترمنځ د رايو په اخستو کې زيات توپير نه ؤ .
په ائيووا کې کلنټن او هيمپشائر کې سېنډر بريا ترلاسه کړې وه او تېره اونۍ په نېواډا کې کلنټن په پينځه فيصده ووټونو سېنډرز شاته پرېښودی ؤ .