لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ممتازقادري تېزندي،احتجاجي مظاهرې او په سوشل ميډيا غبرګون


ځينو کسانو ليکلي ممتازقادري د فرورۍ په ۲۹م تېزندي کړی شو او دغه ورځ څلور کاله پس راځي ځکه دا ورځ به هم څلور کاله پس خلکو ته ورياديږي .
ځينو کسانو ليکلي ممتازقادري د فرورۍ په ۲۹م تېزندي کړی شو او دغه ورځ څلور کاله پس راځي ځکه دا ورځ به هم څلور کاله پس خلکو ته ورياديږي .

د پاکستان پنجاب صوبې پخواني ګورنر سلمان تاثير وژونکی د هغه محافظ ممتاز قادري چې نن په دار ځړول شوی دی ، د هغه د تېزندۍ په ضد که يو لور ته د ځينو مذهبي ډلو احتجاجي مظاهرې شوي نو بل لور ته په سوشل ميډيا دغې ګام ټه د قانون سرلوړي او انصاف وئيل شوی دی .

ممتاز قادري چې نن د راولپنډۍ په اډياله جېل کې په دار ځړول شوی او د هغه د تېزندۍ خبر چې کله په مطبوعاتو خپور شو نو د راولپنډۍ ترڅنګ د ملک په مختلفو برخو کې د مختلفو مذهبي ډلو د دغه ګام په ضد احتجاجي مظاهرې پېل شوې .

په پېښور کې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په مشرۍ د ممتاز قادري دتيزندۍ په ضد مظاهره شوې او سراج الحق د ممتازقادري غائبانه جنازه او د جماعت اسلامي په ټويټر باندې دغه ډول پېغام هم ورکړی شوی دی.

بل لور ته په سوشل ميډيا ټويټر باندې هم چا د ممتازقادري په حق کې او چا په ضد پېغامونه ورکړي دي .

د سلمان تاثير زوي په ټويټر باندې خپل پيغام کې ليکلي د ممتازقادري تېزندي کېدل د پاکستان ګټه ده نه چې د تاثير کورنۍ هغه ليکلي ګټه به يې د ورک ورور سلامت ستنېدل وي،

مشتاق احمددراني په خپل ټويټ کې ليکلي سراج الحق د قادري غائبانه جنازه کوي خو هغه وئيلي دا خلک هغه وخت چرته ؤ چې پېښور کې په سکول او چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ باندې بريد کېدو .

د پاکستان يو خبريال معيدپيرزاده په ټويټرليکلي دا ښه فېصله ده او دنواز حکومت په داسې کولو نړۍ ته ښه پېغام ولېږو .

د نيويارک ټائمز خبريال ډکلن واش ليکلي د سلمان تاثير په وژنه کې پينځه کاله پس ممتازقادري تېزندي شو خو اسيه بي بي د سپکاوي

ځينو کسانو ليکلي ممتازقادري د فرورۍ په ۲۹م تېزندي کړی شو او دغه ورځ څلور کاله پس راځي ځکه دا ورځ به هم څلور کاله پس خلکو ته ورياديږي .

بل لور ته ځيني خلکو قادري په مختلفو ښو نومونو هم ياد کړی دی .

د ممتازقادري د تېزندۍ نه پس د احتجاجي مظاهرو له امله د ملک پلازميني اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ چلېدونکی مېټروبس سروس ودورل شوی، پېښور او مردان کې مظاهرې شوي او په لاهور او کراچۍ کې هم ځينې لارې د مظاهرو له کبله تړل شوې وې .

د مظاهرو په مهال د امنيت په موخه د کلکو امنيتي ګامونو پورته کولو هم وئيل شوي وو .

او د اطلاعاتو مرکزي وزير پروېز رشيد وئيلي د ممتاز قادري د تېزندۍ په ضد په ملک کې احتجاجونه هيڅ جواز نه لري . هغه وئيلي کوم خلک چې په سړکونو احتجاج کوي دويې احتجاج د څه دپاره کوي د دويې غوښتنه څه ده ، ځکه چې د دويې دعوې خو بيخي مختلفې وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG