دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي شام کې به د دموقتي اوربند دټولو شکمنو خلاف ورزيو پلټنې کولى شي.
دشام حکومت اؤ ياغيانو دخالي دورځې څخه په ابتدائي توګه دوؤ اوونو لپاره دکارروائيو په بندولو رضامندي ښودلې، ددې منصوبې بنياد دشام لړ کې ١٧ ملکي بين المللي ډلې ايښى ؤ.
دملګرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون هم منلې ده چې ځينې پيښې رامينځته شوي خو په مجموعي توګه جګړه بنده ده.
جان کيري واشنګټن کې دجرمني خارجه وزير فرينک والټر سټائن مائر سره ليدنه کړې دکوم څخه وروستو چې هغه وئيلي دسوئټرزلينډ جنيوا ښار اؤ داردن پلازمينه عمان کې موجودې ډلې به دخلاف ورزيو داطلاعاتو جاج اخلي.
خارجه وزير وويل امريکا اؤ روس په ګډه دداسې طريقه کار ترتيب کولو لپاره کار کوي دکوم لاندې چې دداعش اؤ القاعده سره دتړلې ډلې النصره فرنټ پشان دتندروه ډلو په ضد د کيدونکو ټولو کارروائيو په مهال دا خبره باوري کړل شي چې دغه کارروايۍ دې دالنصره فرنټ اؤ يا داعش په ضد وي،فريقينو پخپل مينځي رضامندۍ سره پريکړه کړې چې دشکمنو خلاف ورزيو په اړه کيدونکې خبرې به مخې ته نۀ راوړل کيږي.
جان کيري وويل که هر څو په شکمنه توګه ددواړو خواؤ څخه داوربند خلاف ورزي شوې خو يوه خلاف ورزي هم دومره لويه يا مهمه نۀ وه چې ورسره دې دجنګ بندۍ خاتمه وشي.