لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:دعسکري اؤ حکومتي مشرانو غونډه کې دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه


 ديو سرکاري بيان ترمخه داسلام اباد په وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دپاکستان دلوړپوړو عسکري اؤ حکومتي مشرانو غونډه کې تيره ورځ شبقدر کې دترهه ګرۍ دشوې پيښې غندنه شوې ده.
ديو سرکاري بيان ترمخه داسلام اباد په وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دپاکستان دلوړپوړو عسکري اؤ حکومتي مشرانو غونډه کې تيره ورځ شبقدر کې دترهه ګرۍ دشوې پيښې غندنه شوې ده.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې دخونړۍ چاؤدنې ترسره کيدو څخه يوه ورځ وروستو ددغه هيواد عسکري اؤ حکومتي مشرانو دنهې په ورځ دهيواد دداخلي امنيتي وضعې جاج اخستى اؤ هيواد څخه يې دترهه ګرۍ دخاتمې ژمنه کړې ده.

ديو سرکاري بيان ترمخه داسلام اباد په وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دپاکستان دلوړپوړو عسکري اؤ حکومتي مشرانو غونډه کې تيره ورځ شبقدر کې دترهه ګرۍ دشوې پيښې غندنه شوې ده.

بيان کې وئيل شوي دي چې غونډه کې په دې خبره اتفاق وشو چې زمونږ دخاورې څخه دترهه ګرۍ خاتمه يو قومي اراده ده اؤ دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې وژل شوؤ دقانون نافذونکو اؤ امنيتي ادارو عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړى شوې

دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، داخله وزير چوهدري نثار علي خان، دخزانې وزير اسحاق ډار، خارجه مشاور سرتاج عزيز، دقومي سلامتۍ صلاح کار ليفټننټ جنرل(ر) ناصر جنجوعه، ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرل رضوان اختر، خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري اؤ نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړى، غونډه کې دهيواد دداخلي امنيتي وضعې جاج هم اخستى شوى دى.

دغه غونډه يوه ورځ وروستو له هغې شوې چې دخيبرپښتونخوا دچارسدې ضلعې په شبقدر بازار کې ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې ١٦ کسان ووژل شول.

دکالعدم تحريک طالبان څخه بيلې شوې ډلې جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان يو بيان کې ددغه ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې وؤ چې دا دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکي ممتاز قادري دتيزندي کولو انتقام ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG