لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برني سېنډرز په حېرانوؤنکي ډول د مشي ګن انتخابات ګټلي


د څو انتخابي نظر پوښتنو نه اندازه لګول شوې وه چې هيلري به د دغه رياست انتخابات ګټي، ولې سېنډرز د کلکې سيالۍ نه پس بريالی شوی دی .
د څو انتخابي نظر پوښتنو نه اندازه لګول شوې وه چې هيلري به د دغه رياست انتخابات ګټي، ولې سېنډرز د کلکې سيالۍ نه پس بريالی شوی دی .

د ورمانټ سينيټر برني سېنډرز د نهې په ورځ شمالي رياست مشي ګن کې په حېرانوؤنکي ډول پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن ته د ډيموکريټک په پرائمري انتخاباتو کې ماتې ورکړې ده .

د څو انتخابي نظر پوښتنو نه اندازه لګول شوې وه چې هيلري به د دغه رياست انتخابات ګټي، ولې سېنډرز د سختې سيالۍ نه پس بريالی شوی دی .

هيلري د نهې په ورځ جنوبي رياست مسيسپي کې کېدونکي انتخابات په اسانۍ سره ګټلي دي .

برني سينډرز په مشي ګن کې د بريا نه پس وئيلي د دې ګټې مطلب دا دی چې د هغه سياسي انقلاب په ټول ملک کې خلکو ته قبول دی او کمپائن يې په هغو سيمو کې نور هم مظبوط دی چرته چې لا انتخابات نه دي شوي .

راتلونکې اونۍ په پينځه رياستونو کې د ډيموکريټک ګوند پرائمري انتخابات کيږي .

هيلري کلنټن په کلولينډ کې رايې ورکوؤنکو ته وئيلي چې هغه د ډيموکريټک ګوند په انتخابي کمپائن وياړي . هغې خپل کمپائن ته د ريپبلکن ګوند سره په پرتله کولو وئيلي چې ريپبلکن کانديدان يو بل لاندې ښکاره کوي .

د ريپبلکن په زغل کې مالداره کاروباري ډونلډټرمپ د مشي ګن او مسيسپي دواړو رياستونو انتخابات ګټلي دي، او د فلورېډا سينيټر مارکو روبيو په دواړو رياستونو کې په څلورم نمبر ؤ .

ټرمپ چې عموماً په سخته ژبه وينا کوي د معمول خلاف يې په نرمه ژبه د ووټرانو مننه کړې خو په ټيډکروز پورې يې ټوقې کړې او وئيلي يي دي چې هغه يواځينی کانديد دی چې ټرمپ ته ماتې ورکولی شي .

ريپبلکن مشرانو هڅې پېل کړي چې ټرمپ کامياب نه شي او وايي که چرته هيلري د ډيموکريټک ګوند کانديده شوه نو د نومبر په مياشت کې کېدونکي صدارتي انتخات به ټرمپ وبائيلي .

راتلونکې اونۍ په فلورېډا او اولينواې کې کېدونکو انتخاباتو کې د ټرمپ په ضد اووه تنظيمونه په ټي وي اشتهاراتو باندې يو کروړ ډالره خرڅ کوي، دغه پرائمري انتخابات په ۱۵م مارچ کيږي .

ولې ټرمپ پرېکړه کړې چې دغو اشتهاراتو ته به د سماجي اړيکو په ويب پاڼه ټويټر ځواب ورکوي .

ډيموکريټک ګوند کې هيلري کلنټن ته په خپل يواځيني سيال د ورمونټ په سينيټربرني ښکاره بريا حاصله ده .

سينډرز ته چې د ځوانانو ملاتړ حاصل دی هغه په ځوانانو غږ کړی چې د انتخاباتو په ورځ کور نه کښېني .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG