لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف اؤ جنرل راحيل دسعودي په سفر


ټاکل شوې ده وزيراعظم نوازشريف به دسعودي عرب شاه سلمان سره دمينځني ختيز په وضعيت، دوه اړخيزه اړيکو اؤ دايران اؤ سعودي ترمينځ په تاؤتريخوالي خبرې اترې کوي.
ټاکل شوې ده وزيراعظم نوازشريف به دسعودي عرب شاه سلمان سره دمينځني ختيز په وضعيت، دوه اړخيزه اړيکو اؤ دايران اؤ سعودي ترمينځ په تاؤتريخوالي خبرې اترې کوي.

دسعودي عرب دشاه سلمان په بلنه دپاکستان وزيراعظم نوازشريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دسعودي عرب په سفر روان شوي دي.

ټاکل شوې ده وزيراعظم نوازشريف به دسعودي عرب شاه سلمان سره دمينځني ختيز په وضعيت، دوه اړخيزه اړيکو اؤ دايران اؤ سعودي ترمينځ په تاؤتريخوالي خبرې اترې کوي.

وزيراعظم نوازشريف به سعودي عرب کې دريوؤ اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل به تر دوؤ ورځو ايسار وي.

دواړه مشران به په دغه موقع دروانو عسکري مشقونو شمال تندر کتنه کوي اؤ ددې پاې ته درسيدو دستوره کې به ګډون کوي، دسعودي عرب په شمالي سيمه کې دغو مشقونو کې دپاکستان په ګډون د٢١ؤ هيوادونو پوځونه برخه اخلي، ددغو مشقونو بنيادي مقصد دترهه ګريزو ډلو څخه دپيښې خطرې دمخنيوي لپاره تربيه ښه کول دي.

دميډيا راپورونه وائي وزيراعظم نوازشريف دشورو په ورځ دسعودي عرب ددورې تګلارې ته غوڅ شکل ورکړى اؤ هيله ده چې هغه به دخپل دغه سفر په مهال دترهه ګرۍ په ضد دسعودي عرب په مشرۍ کې جوړ ٣٤ ملکي ائتلاف کې دپاکستان کردار واضحه کوي.

دسعودي عرب دسفر څخه دمخه وزيراعظم نوازشريف تيره ورځ دخپلو پوځي، استخباراتي، معاشي اؤ خارجه تګلارې دمشاورانو سره ليدنه کړې وه.

دسعودي عرب په مشرۍ جوړ ائتلاف کې پاکستان تر دې مهاله خپل کردار په ډاګه کړى نۀ دى خو دپاکستان حکومتي وزيرانو په ګڼو موقعو وئيلي دي چې پاکستان دغه لړ کې داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې، توان سيوا کولو، عسکري سازوسامان ورکولو اؤ دتندلاريتوب دپروپيګنډې په ضد تګلارې جوړولو کې مرسته ورکولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG