لاس رسیدونکی لینک

 
افغان فضايه د کال ۲۰۲۰م نه مخکې نه شي تيارېدی، کېمپبل
تازه خبر

افغان فضايه د کال ۲۰۲۰م نه مخکې نه شي تيارېدی، کېمپبل


د افغان فضايي دپاره تيارېدونکې ځينې الوتکې به د کال ۲۰۱۸م پورې افغانستان ته ورنه رسيږي .
د افغان فضايي دپاره تيارېدونکې ځينې الوتکې به د کال ۲۰۱۸م پورې افغانستان ته ورنه رسيږي .

د امريکې يو سينئير پوځي مشر وئيلي چې د افغانستان فضايه د کال۲۰۲۰م نه مخکې ضروري قوت نه شي ترلاسه کولی .

جنرال کېمپبل تېره اونۍ په افغانستان کې د امريکايي او نېټو ځواکونو د کمان څوکۍ پرېښودې ده .

نوموړي د جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي چې د افغان فضايي دپاره تيارېدونکې ځينې الوتکې به د کال ۲۰۱۸م پورې افغانستان ته ورنه رسيږي .

هغه وئيلي چې د الوتکو مېلاوېدو نه پس به د افغان هوابازانو (پائيلټانو) د روزنې دپاره دوه يا درې کاله وخت نور پکار وي .

د هغه په وينا د افغان فضايي د مطلوبه توان ترلاسه کولو په لړ کې کال۲۰۲۰م يوه سمه اندازه کېدی شي .

د جنرال کېمپبل د مشرۍ په ۱۸ مياشتنۍ موده کې د افغان فضايي صلاحيت ډېر ښه شوی دی، ولې امريکايي جنرال وئيلي چې امريکا د افغان فضايي د تيارۍ يا روزنې عمل ډېر وروستو پېل کړی دی .

لکه د مثال په توګه په کال۲۰۱۴م کې افغان فضايي په ۸۵ هوايي عملياتو کې برخه اخستې وه او په کال ۲۰۱۵م کې د افغان فضايي د عملياتو شمېره ۴۴۸۵ وه .

جنرال کېمپبل وئيلي چې راتلونکو څو اونو کې به د افغان فضايي سره د 29-A ټربوپروپ الوتکو شمېره دوه چنده شي . او لس 350- MD مسلح هيلي کاپټرې به هم افغان ځواک ته ورسي .

هغه وئيلي باوجود د دې به امريکا او نېټو افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورو ورکولو عمل دوامداره ساتي ، په خصوصي توګه کله چې هغويې فضايي عمليات کوي .

او د جګړې په وخت د فضايي عملياتو د څارنې کوؤنکو يا د هغې قابې کوؤنکي دې ته اړتيا لري چې هدف سم په ګوته کړي ځکه چې عام خلک د وژنو نه بچ کړی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG