د تُرکي پوځ وئيلي جنګي الوتکو يې د ګل په ورځ شمالي عراق کې د کُردو په وسله والو ۱۸ فضايي حملې کړي دي .
د تُرکي پلازمينه انقره کې د اتوار په ماښام شوې بمي چاؤدنه کې ۳۷ کسان وژل شوي او د۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د بمي چاؤدنې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .
د تُرکي ځواکونو د کُردستان ورکرز پارټۍ (پي کی کی) په ضد د تېر کال جولائۍ د مياشتې نه جنګيږي د کله نه چې صدر رجب طيب اردګان وسله والو ته د ماتې ورکولو پورې د جنګ دوامداره ساتلو وئيلي ؤ .
د اتوار په ورځ انقره کې چاؤدنه د بهرنو ملکونو د سفارتخانو او حکومتي ودانو سره نزدې د کيزلی څلور لارې په بس سټيشن باندې شوې وه .
د صحت وزير محمت وئيلي دا موټري بمي چاؤدنه وه چې په بس سټاپ يې عام ملکي خلک په هدف کړي دي او ۱۲۵ کسان پکې ژوبل شوي دي .
دوه ورځې وړاندې امريکايي سفارتخانې په منځنۍ انقره کې د ممکنه ترهګرۍ خبرداری جاري کړی ؤ .
امريکا په فوري ډول د دغه بريد غندنه کړې او عزم يې څرګند کړی چې د خپل نېټو اتحادي سره به د ترهګرۍ په ضد جنګ کې کلک ولاړ يُو .
وزيراعظم احمدداؤد اوغلو د چاؤدنې نه پس د امنيت بېړنۍ غونډه رابللې، او صدر رجب طيب اردګان وئيلي تُرکي به نور د دغه ډول حملو نه ځان وژغوري او د ترهګرو په ضد به جنګيږي .
انقره کې په وروستو مياشتو کې څو بمي چاؤدنې شوي، چې پکې تېره مياشت يوه موټري بمي حمله شامله وه او په هغې کې ۲۹ کسان وژل شوي وو . د تُرکي حکومت د دغه بريد زمه وار د کُردش وسله والې ډلې سره اړونده شامي کس ګرځول ؤ .
تُرکي د کُردستان ورکر پارټۍ (پي کی کی) سره د ۳۰ کالو نه په جګړه دی څوک چې د تُرکي په جنوب ختيځ کې د خپلواکۍ دپاره مبارزه کوي .
تُرکي باندې داعش هم حملې کړي او د اکتوبر په مياشت کې يو امن لاريون کې د ځانمرګي بريد چې پکې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو ، دغه ترهګر بريد د نوي تُرکي جوړېدو کال ۱۹۲۳م نه پس په دغه ملک کې غټه خونړۍ پېښه وه .