د پاکستان پخوانی پوځ صدر (ر) جنرال پرويز مشرف نن د جمعې په سحر د کراچۍ نه دوبۍ ته تللی دی .
د زيارت په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي ؤ چې حکومت د مشرف نوم د ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) نه د ويستوفېصله کړې ده .
پرويز مشرف د تلو نه وړاندې وئيلي چې د علاج دپاره بهر ملک ته ځي او څو اونو يا مياشتو کې به بيرته راشي .
د شورو په ورځ د پاکستان سترې محکمې د سندهـ هائيکورټ د کال ۲۰۱۴م د هغې پرېکړې برقراره ساتلو فېصله اورولې وه چې پکې د پرويز مشرف نوم د اي سي اېل نه د ويستلو امر شوی ؤ ، مرکزي حکومت د دغه فېصلې په ضد سترې محکمې ته خواست کړی ؤ .
د پرويز مشرف نوم په کال ۲۰۱۳م کې په اي سي اېل کې اچول شوی ؤ ، نوموړی هم په دغه کال د خودساخته جلاوطنۍ نه پس ملک ته بيرته راغلی ؤ .
پخواني پوځي مشر په کال ۱۹۹۹م کې د هغه د وخت د سياسي (نوازشريف) حکومت تخته نسکوره کړې او د ملک واګې يې په خپلو لاسو کې اخستې وې او په کال ۲۰۰۸م کې يې د سياسي فشار له امله د صدارت چوکۍ پرېښودې او بيا د ملک نه بهر تلی ؤ .
په نوموړي دا وخت په کال ۲۰۰۷م کې په ملک کې د اېمرجنسي لګولو او سترې محکمې د ججانو نظربند کولو په تور کې د ائين ماتولو د مقدمې سره د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټو د وژنې او لال جومات د اپرېشن په اړه مقدمې هم روانې دي .
د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن (د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټو) زوي بلاول بهټو زرداري په حکومت نيوکې کړي او وئيلي يي دې مشرف ته يې د ملک نه د تېښتې لار ورکړې ده . هغه وئيلي مشرف زما د مور د وژنې په کېس نامزد دی او څو نورې مقدمې پرې روانې دي که چرته هغه بهر ملک ته لاړو نو دغه مهمې مقدمې به نيمګړې پاتې شي .