لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب اسلامي افغان حکومت سره لمړۍ خبرې پيل کړي


 سيد احمد ګيلاني سره دليدنې څخه وروستو دحزب اسلامي دهيئت مشر انجنئير کريم امين اؤ دسولې دعالي شورا سکتر ايوب رفيق ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال وليدل شول خو هغوي دخبريالانو دپوښتنو څخه ډډه وکړه.
سيد احمد ګيلاني سره دليدنې څخه وروستو دحزب اسلامي دهيئت مشر انجنئير کريم امين اؤ دسولې دعالي شورا سکتر ايوب رفيق ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال وليدل شول خو هغوي دخبريالانو دپوښتنو څخه ډډه وکړه.

افغانستان کې دګلبدين حکمتيار په مشرۍ په جګړه بوختې يوې تندروه ډلې حزب اسلامي کابل کې دافغانستان دسولې دعالي شورا سره لمړۍ خبرې اترې کړي دي.

افغان طالبانو دپاکستان، افغانستان، امريکا اؤ چين لخوا امن مذاکراتو کې دشامليدو خواست رد کړى ؤ اؤ افغان حکومت سره يې د خبرو اترو کولو څخه انکار کړى ؤ خو تيره اوونۍ حزب اسلامي ډلې اعلان کړى ؤ چې افغان حکومت سره به خبرو اترو کې شامليږي کوم چې دڅلور ملکي ډلې لخوا دافغان امن عمل لپاره دکيدونکو هلو ځلو لمړۍ کاميابي بلل کيږي.

دسولې دعالي شورا دعه اړيکو ډائريکټر عبدالرحمان حامد په دغه اړه افغان خبري ادارې پژواک ته وئيلي دي چې دانجنئير کريم امين په مشرۍ دحزب اسلامي درې کسيزه ډله کابل ته رسيدلې اؤ دغلته يې په باضابطه ډول دسولې دعالي شورا دچئيرمين سيد احمد ګيلاني سره دامن خبرې اترې پيل کړي دي، دحزب اسلامي ډله کې همايون جعفر اؤ عبدالقدوس هم شامل وؤ.

سيد احمد ګيلاني سره دليدنې څخه وروستو دحزب اسلامي دهيئت مشر انجنئير کريم امين اؤ دسولې دعالي شورا سکتر ايوب رفيق ديو ګډ مطبوعاتي کانفرنس په مهال وليدل شول خو هغوي دخبريالانو دپوښتنو څخه ډډه وکړه.

درفيق وينا وه چې دغه هيئت دګيلاني، دهغه دمرستيال کريم خليلي اؤ دسولې دعالي شورا دنورو غړو سره ليدل اؤ زياته يې کړه چې ددغه ليدنې سره دسولې دعالي شورا دنورو لاسته راوړنو په اړه هيلې پيدا شوي دي.

کريم امين وويل دافغان حکومت اؤ سولې دعالي شورا له لوري دخواست څخه وروستو هغوي دامن عمل کې دشريکيدو پريکړه کړې ده.

دهغه وينا وه چې کابل ته ددريوؤ غوښتنو سره راغلي دي چې پکې دافغانستان دملي خپلواکۍ بحالي، ديو جائز اسلامي نظام پځايې کول اؤ سياسي، ټولنيز اؤ اقتصادي انصاف باوري کول شامل دي، هغه دافغان ستونزې هواري لپاره دافغانانو ترمينځ په مذاکراتو ټينګار وکړو.

خو بلخوا دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ديو راپور ترمخه دافغان طالبانو مشر مُلا اختر منصور په يو پيغام کې خپلو جنګيالو ته راتلونکو مياشتو کې دکارروائيو دلا تُندولو وينا کړې.

پخپل پيغام کې اختر منصور وئيلي دي چې داسلامي امارت جنګيالي اوس په مضبوط پوزيشن کې دي ځکه چې هغوي لويې لاسته راوړنې کړي اؤ دهغوي دفتوحاتو لړۍ دوامداره ده، دښمن ته د وروستۍ ضربې رسولو لپاره مونږ ته تيار اوسيدل پکار دي

بلخوا پاکستان وئيلي دي سيمه کې دامن اؤ ثبات دمقصدونو ترلاسه کولو لپاره دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دنيغ په نيغه امن مذاکراتو ترسره کوو لپاره يې هڅې دوامدراه ساتلي دي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وئيلي دي چې دڅلور ملکي رابطه ډلې لخوا دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو ترسره کولو لپاره هڅې روانې دي.

ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال نفيس ذکريا افغان سولې ته په اشارې کولو سره وويل دا دڅلورو واړو هيوادونو ګډه ذمه واري ده، هغه وويل په دې پړاؤ هغه يواځې دومره وئيلى شي چې دڅلورو واړو هيوادونو(امريکا، چين، پاکستان، افغانستان) لخوا دافغان حکومت اؤ دهاغو ډلو چې ورته دمذاکراتو بلنه ورکړل شوې ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو لپاره دطالبانو دډلو اؤ نورو ډلو دامن مذاکراتو ميز ته دراوستو هڅې کولى شي.

تيره مياشت کابل کې دپاکستان، افغانستان ، چين اؤ امريکا په استازو دمشتملې ډلې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو جاري شوې ګډه اعلاميه کې هيله څرګنده شوې وه چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ به دمارچ دمياشتې په لمړۍ اوونۍ کې دپاکستان په کوربه توب دامن مذاکرات ترسره شي خو طالبانو تيره اوونۍ افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ خو افغان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى دى.

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG