لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبنديزونو باوجود شمالي کوريا دبيلسټک ميزائيل تجربه کړې


  جنوبي کوريا اؤ امريکائي چارواکو دعوه کړې ده چې شمالي کوريا سمندر کې تر لرې وار کوونکى بيلسټک ميزائيل داغلى دى.
  جنوبي کوريا اؤ امريکائي چارواکو دعوه کړې ده چې شمالي کوريا سمندر کې تر لرې وار کوونکى بيلسټک ميزائيل داغلى دى.

شمالي کوريا دنوؤ بنديزونو لګول کيدو باوجود دبيلسټک ميزائيل يوه بله تجربه کړې ده.

جنوبي کوريا اؤ امريکائي چارواکو دعوه کړې ده چې شمالي کوريا سمندر کې تر لرې وار کوونکى بيلسټک ميزائيل داغلى دى.

دچارواکو وينا ده چې دا ميزائيل دشمالي کوريا دختيز ساحل سره لګيدلى اؤ ٨٠٠ کلو ميټره لرې سمندر کې پريوتى.

دامريکائي دفاعي چارواکو وينا ده چې امريکا دشمالي کوريا له لوري دپريښودل شوؤ دؤ بيلسټک ميزائيلونو پته لګولې اؤ دهغوي په قول دې کې يو هم امريکا يا دائتلافيانو لپاره يې خطره نۀ ده.

خو دا ګام دملګرو ملتونو دامنيتي شورا دګڼو قراردادونو ډاګيزه خلاف ورزي ده.

امريکائي صدر براک اوباما روانه اوونۍ کې په يوه انتظامي حکمنامه لاسليک کړى ؤ دکوم لاندې چې په شمالي کوريا ددغه هيواد دجوهري اؤ بيلسټک ميزائيلونو دپروګرام په تناظر کې نوي بنديزونه لګول شوي وؤز

له دې وړاندې روانه اوونۍ کې دپيانګ يانګ سرکاري ميډيا وئيلي وؤ چې دشمالي کوريا مشر کم جونګ دورو جوهري اؤ جوهري وسلو دوړونکو بيلسټک ميزائيلونو دتجربې امر کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG