لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوينټي ورلډکپ: جنوبي افريقې ـ افغانستان ته په ۳۷ رنزونو ماتې ورکړه


د جنوبي افريقې د سکور په ځواب کې د افغانستان پوره ټيم په ۲۰م اوور کې په ۱۷۲رنزونه اؤټ شو .
د جنوبي افريقې د سکور په ځواب کې د افغانستان پوره ټيم په ۲۰م اوور کې په ۱۷۲رنزونه اؤټ شو .

د ټي ټيونټي (شل اووريز) نړيوال کپ په روانو سيالو کې د جنوبي افريقې ټيم د افغانستان ټيم ته په ۳۷ رنزونو ماتې ورکړه .

د هند په ممبۍ ښار کې شوي د دغه مېچ ټاس جنوبي افريقې ګټلی او لمړی يې بيټنګ کړی ؤ . او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په پينځه لوبغاړو سوځېدو ۲۰۹رنزونه جوړ کړي وو .

د جنوبي افريقې د سکور په ځواب کې د افغانستان پوره ټيم په ۲۰م اوور کې په ۱۷۲رنزونه اؤټ شو .

د افغانستان د بيټنګ په لمړي سر کې محمدشهزاد په ۱۹بالونو په تېزۍ سره د پينځه چهکو او درې چوکو په مدد ۴۴ رنزونه جوړ کړل او اؤټ شو .

د شهزاد نه پس ګلبدين نائب ۲۶، سيمع الله شينواري او نورعلي زدران ۲۵، ۲۵ رنزونه جوړ کړل.

د جنوبي افريقې مورس د افغانستان څلور، رابادا، اېبټ او عمران طاهر دوه دوه کهلاړيان اؤټ کړل .

له دې وړاندې د جنوبي افريقې په بيټنګ کې اې بي ډيويليئرز په ۲۹بالونو ۶۴ رنزونه جوړ کړي وو . ډي کاک ۴۵، فاف ډوپلېسي ۴۱ او ډوميني ۲۹ رنزونه جوړ کړي وو .

د افغانستان څلورو بالرانو اميرحمزه، دولت زدران، شاپور زدران او محمدنبي يو يو وکټ اخستی ؤ .

جنوبي افريقې له دې وړاندې په خپل لمړي مېچ کې د۲۲۹ رنزونو کولو باوجود په انګلېنډ دغه مېچ بائيللی ؤ .

او افغانستان هم په خپل لمړي مېچ کې د سري لنکا نه ماتې خوړولې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG