دپاکستان پوځ وئيلي دي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې ٦٥٠ مربع کلو ميټره سيمه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې اؤ شوال سيمه کې ددغو عملياتو وروستى پړاؤ هم په کاميابۍ سره روان دى.
دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشمالي وزيرستان دکډوالو دبحالۍ دکارولو دتُندولو امر کړى اؤ وئيلي يې دي چې ټول هيواد څخه دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب تر خاتمې به عمليات دوامداره ساتلى شي.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دنهې په ورځ دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوره کړې اؤ دغلته يې دپوځ له لوري دروانو بحالۍ دبيلا بيلو منصوبو جاج اخستى دى.
جنرل راحيل شريف ته دشمالي وزيرستان ددورې په مهال دضرب عضب عملياتو اؤ اغيزمنو سيمو کې دبحالۍ په اړه حال احوال تير کړل شوى دى.
دپوځي وياند ترمخه دپوځ سرلښکر دترهه ګرو دځالو دله مينځه وړلو لپاره دخفيه ادارو دکارروايۍ ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دشوال عملياتو کې غوره پرمختګ روان دى.
دنهې په ورځ دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) مشر ليفټننټ جنرل عاصم سليم باجوه دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر خپل پيغام کې وئيلي دي چې دترهه ګرو دټولو ځالو تر خاتمې به دغه عمليات دوامداره وي.
دليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه دپوځ سرلښکر خپله دوره کې پوځيانو اؤ قبائيلي مشرانو سره ورځ تيره کړې اؤ قبائيلي مشرانو سره يې ليدنې کړي دي.
جنرل راحيل شريف دبحالۍ دکارونو درفتار دتُندولو امر کړى اؤ وئيلي يې دي چې دکډوالو خپلو کورونو ته په درناوي اؤ په وخت ستنيدل دې باوري کړى شي اؤ قبائيلي مشرانو هم وئيلي دي چې هغوي به ترهه ګر خپلو سيمو ته بيرته ستنيدو ته نۀ پريږدي.
دپوځي وياند ترمخه دقبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان څخه بې کوره شوي ٥٢ فيصده خلک خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي، هغوي څخه ٣٦ فيصده شمالي اؤ ١٩ فيصده جنوبي وزيرستان ته ستانۀ شوي دي.
دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو ترهه ګرو دوژلو اؤ دهغوي دسلګونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.