لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د"را" مبينه لاس وهنه، پاکستان د هندهائي کمېشنر ته احتجاج کړی


پاکستان د اوږدې مودې نه د هند په استخباراتي اداره "را" باندې په ملک کې د لاس وهنې تور لګوي ولې هند دغه تورونه ردوي .
پاکستان د اوږدې مودې نه د هند په استخباراتي اداره "را" باندې په ملک کې د لاس وهنې تور لګوي ولې هند دغه تورونه ردوي .

د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د هند هائي کمشنر راغوښتی او د هند د استخباراتي ادارې "را" په پاکستان کې په مبينه کارروايانو يې ورته احتجاج کړی دی .

د خارجه وزارت لخوا نن د جمعې په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د پاکستان سيکرټري خارجه اعزازاحمدچوهدري د هند هائي کمشنر ګوتم بمباوالی دفتر خارجه ته رابللی دی . او د "را" د يو افسر پاکستان ته په غېرقانونې لاره راتلو او په بلوچستان او کراچۍ کې يې د هغه په ترهګريزو عملياتو کې د ککړتيا په سر احتجاج ريکارډ کړی دی .

او په دغه لړ کې يې د هند هائي کمشنر ته د پاکستان اندېښنې وړاندې کړي دي .

د زيارت په ورځ دبلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي رسنيو سره خبرو کې وئيلي ؤ د هند د استخباراتي ادارې"را" يو حاضر سروس افسر په بلوچستان کې نيول شوی دی .

سرفراز بګټي وئيلي ؤ چې د "را" د افسر د ګرفتارۍ نه دا خبره په ډاګه کيږي چې د بلوچستان په بدامنۍ د ګاونډي ملک استخباراتې اداره ککړه ده .

د هند لخوا تراوسه پورې په دغې اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی .

پاکستان د اوږدې مودې نه د هند په استخباراتي اداره "را" باندې په ملک کې د لاس وهنې تور لګوي ولې هند دغه تورونه ردوي .

دغه تازه پرمختګ په داسې مهال رامنځته شوی چې تېره اونۍ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د باندنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز د هند خارجه وزيرې شسماسوراج سره ليدلي دي،او داسې وئيل کېده چې د دواړو ملکونو د اوږدې مودې نه د ځنډ ښکار خبرې به بيرته بحال شي .

دغه ليدنه په نيپال کې د سويلي ايشيا د سارک هېوادونو د تنظيم د خارجه وزيرانو د غونډې په موقع شوې وه . او سرتاج عزيز روان کال په پاکستان کې د سارک په غونډه کې د ګډون دپاره د هند وزيراعظم نريندرمودي ته باقاعده بلنه هم ورکړې وه .

بل لور ته د پاکستان يو پلټنيز ټيم د روانې مياشتې په ۲۷م نېټه هند ته ځي او هلته به د پټهان کوټ په فضايي اډه باندې د شوي بريد په لړ کې شواهد رايوځاې کوي .

د پاکستان پولې ته نزدې د هند په پټهان کوټ فضايي اډه باندې د روان کال د جنورۍ په مياشت کې ترهګر بريد شوی ؤ او د هند اووه امنيتي عسکر پکې وژل شوي وو .

هند تور لګولی ؤ چې په بريد کې ککړ وسله وال د پولې پورې غاړې پاکستان نه راغلي وو او تعلق يې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې (جېش محمد) سره ؤ .

هند په دغې لړ کې پاکستان ته ځينې شواهد ورکړي او پاکستان بيا وئيلي ؤ چې د دغو ثبوتونو په رڼا کې يې د جېش محمد ځيني دفترې تړلې او څو کسان يې نيولي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG