لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن :دريوؤ ځانمرګي بريدونو کې ٢٦ کسان وژل شوي


 دامنيتي ځواکونو اؤ سيمه ييزو خلکو ترمخه دغه چاؤدنې ديمن عدن ښار کې شوي چې پکې په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي.
دامنيتي ځواکونو اؤ سيمه ييزو خلکو ترمخه دغه چاؤدنې ديمن عدن ښار کې شوي چې پکې په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي.

يمن کې په امنيتي چوکو ترسره شوؤ دريوؤ ځانمرګي بريدونو کې لږ ترلږه ٢٦ کسان وژل شوي دي.

دامنيتي ځواکونو اؤ سيمه ييزو خلکو ترمخه دغه چاؤدنې ديمن عدن ښار کې شوي چې پکې په لسګونو کسان ژوبل شوي هم دي.

تندروه ډلې داعش ددغو چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې.

دغه ځانمرګي بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې دسعودي په مشرۍ دجوړ ائتلاف يمن کې دکارروائيو يو کال مکمل شوى دى.

لمړۍ چاؤدنه برکيه سيمه کې شوې چرته چې دبارودو څخه ډک يو ايمبولينس ديوې پوځي چوکۍ سره نزدې چول شوې چې پکې ١٤ عسکر اؤ يو اولسي وګړى وژل شوي.

دوهمه چاؤدنه دسعودي په مشرۍ دائتلافي پوځ تر استعمال لاندې اډې په لوري غزيدلې لويه لاره کې جوړو چوکو سره شوې، دې ځانمرګي چاؤدنو کې ١٢ کسان وژل شوي دي.

عدن کې دسيمه ييز حکومت يو ترجمان نذير انور وئيلي دي ځانمرګي دائتلافي ځواکونو اډه په نخښه کول غوښتل خو دهغه په قول مقامي ساتونکو هغه دغلته دتللو څخه منعې کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG