لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور په ځانمرګي حمله کې د ٦٠ نه زیات کسان وژل شوي دي


 دپوليسو وينا ده چې دغه ځانمرګي بريد دګلشن اقبال پارک په هاغه برخه کې ترسره شوى چرته چې دماشومانو ځانګوګانې نصب دي اؤ دبريد په مهال دغلته په ګڼ شمير کې خلک موجودوؤ.
دپوليسو وينا ده چې دغه ځانمرګي بريد دګلشن اقبال پارک په هاغه برخه کې ترسره شوى چرته چې دماشومانو ځانګوګانې نصب دي اؤ دبريد په مهال دغلته په ګڼ شمير کې خلک موجودوؤ.

دپاکستان دپنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ د ځانمرگي حملې پړه پاکسانۍ وسله والې ډلې جماعت الاحرار په غاړه واخسته. د مامورینو د وینا ترمخه، په حمله کې د ٦٠ نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومان او زنانه شامل دي. لږ تر لږه ٣٠٠ نور کسان زخمیان دي.

د جماعت الاحرار ترجمان احسان الله احسان مطبوعاتو ته وویل د لاهور چادونه يي د ځانمرگي بریدونو د لړۍ برخه ده. هغه د پاکستان مسلم لیگ نون حکومت ته دړکه وکړه چې کوم ځائې وغواړي هلته حمله ترسره کولی شي.

هغه وویل بم چاودنه په داسې مهال شوي چې په پارک کې مقامي او د نورو ځایونو نه راغلې گڼ شمیر خلک موجود وو.

دپوليسو وينا ده چې دغه ځانمرګي بريد دګلشن اقبال پارک په هاغه برخه کې ترسره شوى چرته چې دماشومانو ځانګوګانې نصب دي اؤ دبريد په مهال دغلته په ګڼ شمير کې خلک موجودوؤ.

د عیني شاهدینو ترمخه، د عیسائي ټولنې خلک هم په گڼه شمیره کې په پارک کې موجود وو . په گرده نړۍ کې د عیسائي مذهب منونکو د اتوار په ورځ د ایسټر خپله مذهبې دستوره لمانځله. په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې ایا په ځانمرگي حمله کې په د عیسائي مذهب منونکې په خصوصي توگه په هدف کړی شوي وو او که نا؟

امریکې د لاهور د چاودنې غندنه وکړه او دا يي بزدلانه اقدام وبلو.

پاکستاني ميډيا دايس ايس پي اپريشنز حيدر اشرف په اړه وئيلي دي چې دلاهور په ګلشن اقبال پارک کې دغه چاؤدنه دځانمرګي بريد نتيجه وه.

د ځانمرګي بريد څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې دقانون نافذونکو ادارو عسکر رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ګيره کې اخستې.

ژوبل کسان دعلاج لپاره بيلا بيلو هسپتالونو ته رسول شوي دي اؤ هسپتالونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى، ژوبلو کسانو کې دځينو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.

په عین حال کې په اسلام آباد کې په زرگونو خلکو ممتاز قادري ته د مرگ سزا ورکړی کیدو خلاف احتجاجونه وکړل. ممتاز قادري چې د اسلام آباد پولیس کارکونکی وو ورته تیره میاشت د پنجاب پخواني گورنر سلمان تاثیر د وژنې په سر د پانسۍ سزا ورکړی شوي ده.

اسلام اباد کې مظاهر کونکو د منتشر کولو دپاره د اوښکو گیس استعمال کړو. فوج د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پې ار ویل چې اسلام آباد د ریډ زون د تحفظ دپاره فوجي عسکر پرځائې کړی شوي دي. په ریډ زون کې د پارلیمنټ، سپریم کورټ، غیر ملکي سفارتخانې او ځینې نورې حکومتي ودانۍ موجود دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG