لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا په خفيه ادارو دلاهور حملې دذمه وارانو دلټولو غږ


پرچم اشتهاری جام جهانی ۲۰۱۸ در گوشۀ میدان سرخ مسکو
پرچم اشتهاری جام جهانی ۲۰۱۸ در گوشۀ میدان سرخ مسکو

دپاکستان دپنجابې صوبې سرښار لاهور کې دځانمرګي بريد ترسره کيدو وروستو ددغه هيواد دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې جنرل راحيل خفيه ادارو ته ددغه ځانمرګي بريد دذمه وارو دمعلومولو امر کړى دى.

دميډيا راپورونه وائي چې دلاهور په ګلشن اقبال پارک کې ځانمرګي بريد کې د٦٠ؤ څخه دزياتو کسانو دوژل کيدو څخه وروستو دجنرل راحيل په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه شوې ده چې پکې دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، ډي جي ايم ائي اؤ نورو عسکري مشرانو ګډون کړى دى.

دغونډې په مهال دپوځ سرلښکر ته دلاهور دځانمرګي بريد په اړه حال احوال تير کړل شوى دى.

په دغه موقع جنرل راحيل شريف خفيه ادارو ته امر کړى چې دلاهور دچاؤدنې ذمه وار کسان دې معلوم کړي اؤ بريد کې ککړ ترهه ګر اؤ دهغوي مرسته کوونکي دې زر تر زره ونيسي.

دپوځ سرلښکر وئيلي دي چې دبې ګناه خلکو وژونکي به دقانون منګولو ته راکش کولى شي.

دپاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډلې دلاهور دځانمرګي بريد ذمه واري په غاړه اخستې اؤدپاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) ته يې دړکه کړې چې چرته هم وغواړي دغه رقم حملې ترسره کولى شي.

سږکال دخيبرپښتونخوا په چارسده،شبقدر اؤ پيښور کې دطالبانو دمنظمو حملو ، بمي چاؤدنو اؤ ځانمرګي بريدونو څخه وروستو دپاکستان داپوزيشن ګوندونو لخوا په مرکزي حکومت نيوکې شوې وې چې دترهه ګرۍ دمخنيوي په قومي تګلاره بشپړ عمل درامد کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه يې پنجاب کې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خو دنوازشريف حکومت دريځ لرلو چې که يو لوري ته يې پخپل حکومت دپوځي عدالتونو دجوړول کيدو پشان سخت ګام ته غاړې ايښې نو بل لوري ته يې دپيښور دسکول دسانحې څخه وروستو دنړيوال فشار باوجود په تيزنديانو عمل درامد بحال کړى اؤ تر دې مهاله يې د٣٠٠ؤ څخه زيات مجرمان تيزندي کړي.

خو ناقدين بيا وائي په په دغو تيزندي کړل شوؤ کسانو کې اکثريت دترهه ګرۍ په جرمونو کې دککړو کسانو نۀ بلکې دعامو کسانو دى.

سږکال پاکستان کې ترهه ګريزو بريدونو کې يوځل بيا داضافې راتللو څخه وروستو داولسي حلقو لخوا په پوځ اؤ حکومت غږ کيږي چې دترهه ګرو ترمينځ دې دفرق کولو روانه خاموشه تګلاره ختمه کړي اؤ په ځانګړې توګه دې پنجاب صوبه کې دتندروه ډلو په ضد کلک ګامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG