لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې دممتاز قادري دپلويانو احتجاج


 دممتاز قادري دتيزندي کولو خلاف احتجاج کوونکو خواؤشا دوؤ زرو کسانو دپلازمينې اسلام اباد دحساسې سيمې ريډزون په ډي چوک کې دهرنا دوامداره ساتلې ده.
دممتاز قادري دتيزندي کولو خلاف احتجاج کوونکو خواؤشا دوؤ زرو کسانو دپلازمينې اسلام اباد دحساسې سيمې ريډزون په ډي چوک کې دهرنا دوامداره ساتلې ده.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دپارليمنټ دودانۍ څخه په لږه فاصله دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکي ممتاز قادري دپلويانو لخوا احتجاج روان دى.

دممتاز قادري دتيزندي کولو خلاف احتجاج کوونکو خواؤشا دوؤ زرو کسانو دپلازمينې اسلام اباد دحساسې سيمې ريډزون په ډي چوک کې دهرنا دوامداره ساتلې ده.

داتوار دماښام څخه دممتاز قادري دپلويانو لخوا پيل شوى دغه احتجاج تر دې مهاله دوامداره دى خو دغه احتجاج کې دشريکو کسانو شميره د١٠ؤ زرو څخه خواؤشا دوؤ زرو ته راکمه شوې ده.

ممتاز قادري يوه مياشت دمخه دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژلو په جرم کې تيزندي کړل شوى ؤ اؤ تيره ورځ دهغه په زرګونو پلويان لمړى دپينډۍ لياقت باغ کې راټول شوي وؤ اؤ بيا يې داسلام اباد په لوري مارچ پيل کړى ؤ، په دغه مهال دپوليسو اؤ دغو مظاهرينو ترمينځ نښتې هم شوي چې پکې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.

پوليسو ددغو مظاهرينو دمخنيوي لپاره خنډان هم ايښي وؤ په هغوي يې کوتکماري کړې وه اؤ په ضد يې داوښو بهيونکى ګيس استعمال کړى ؤ خو ددې باوجود هم دممتاز قادري پلويانو ټول خنډان لرې کړي وؤ اؤ پارليمنټ هاؤس پورې رسيدلي.

دميډيا راپورونه وائي چې دغو مظاهرينو اوس په ريډزون کې دهرنا دومداره ساتلې اؤ دپاکستان حکومت ته يې څو غوښتنې وړاندې کړي چې پکې ملک کې داسلامي شريعت نفاذ هم شامل دى.

دهغوي په نورو غوښتنو کې دترهه ګرۍ اؤ قتل په ګډون نورو مقدمو کې دنيول شوؤ سُني مسلک دديني مشرانو په غير مشروط ډول خوشې کول، ممتاز قادري شهيد تسليمول، دراولپينډۍ داډيالې جيل کې دقادري سيل قومي ورثه ګرځول اؤ دمذهب دسپکاوي قوانينو کې دڅه قسمه بدلون دنۀ کولو په شمول نورې غوښتنې شامل دي.

دپاکستان دپوځ وياند جنرل عاصم باجوه يو پيغام کې پخلى کړى دى چې حکومت پوځ ته داسلام اباد په ريډزون کې دحالاتو قابو کولو خواست کړى اؤ دپوځ دغوښتو مقصد دريډزون حفاظت باوري کول دي.

داسلام اباد ريډزون اؤ پيوست سيمو کې دګل دسحر څخه دموبائيل فون سروس هم بنديدل پيل شوي.

ممتاز قادري دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير په ساتونکو کې شامل ؤ اؤ هغه دکال ٢٠١١م په څلورمه جنورۍ ګورنر سلمان تاثير داسلام اباد په کوهسار مارکيټ کې دنورو ساتونکو په موجودګۍ کې وژلى ؤ.

دنيول کيدو څخه وروستو ممتاز قادري پخپل اعترافي بيان کې وئيلي وؤ چې هغه درسالت قانون کې دبدلون په ملاتړ اؤ دغه قانون ته دتور قانون وئيلو له امله سلمان تاثير وژلى ؤ.

دپنجاب دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثير په کال ٢٠١٠ کې يوې عيسائي ښځې آسيه بي بي ته دمذهب دسپکاوي په يوه مقدمه کې دمرګ دسزا داورول کيدو څخه وروستو دهغې سره ليدنه کړې وه اؤ دمذب دسپکاوي په اړه موجوده قوانينو کې يې دبدلون په حق کې بيان ورکړى ؤ.

داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت کال ٢٠١١م کې ممتاز قادري ته دوه ځله دمرګ سزا اورولې وه اؤ وروستو سپريم کورټ هم دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت دغه فيصله برقراره ساتلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG