لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:٧٠٠ مظاهرين نيول شوي، داحتجاج دريمه ورځ


نوازشريف خبردارى ورکړى ؤ چې تراوسه حکومت دصبر اؤ زغم څخه کار اخستى خو دحکومت نرمي درياست کمزوري ګڼل نۀ دي پکار.
نوازشريف خبردارى ورکړى ؤ چې تراوسه حکومت دصبر اؤ زغم څخه کار اخستى خو دحکومت نرمي درياست کمزوري ګڼل نۀ دي پکار.

په داسې حال کې چې دنهې په ورځ اسلام اباد کې دپنجاب صوبې دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژونکو پلويانو په دريمه ورځ هم خپل احتجاج دوامداره ساتلى قانون نافذونکو ادارو اسلام اباد کې خواؤشا ٧٠٠ مظاهرين نيولي اؤ هغوي يې دپنجاب بيلا بيلو جيلونو ته ليږلي دي.

لاهور کې دلوړې کچې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال وزيراعظم نوازشريف دانټلي جنس بيورو ډائريکټر جنرل افتاب سلطان، دپنجاب ائي جي پي مشتاق اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان امر کړى چې په حکومتي عملدارۍ دې دسازباز کولو پرته صورتحال قابو کړي.

دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اسلام اباد کې دتشدد په پيښو دناخوښۍ څرګندونه کړې اؤ داسلام اباد انتظاميې ته يې امر کړى چې په سمدستي توګه دې پلازمينه کې دمعمول دژوند بحالولو لپاره ګامونه واخلي.

وزيراعظم نوازشريف تيره شپه قام ته ټي وي دوينا په مهال وئيلي وؤ چې دمذهب په نوم به لاقانونيت اؤ ګډوډى نۀ مني.

نوازشريف خبردارى ورکړى ؤ چې تراوسه حکومت دصبر اؤ زغم څخه کار اخستى خو دحکومت نرمي درياست کمزوري ګڼل نۀ دي پکار.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان دپوليس سرچينو په اړه وئيلي دي چې د٥٠٠ؤ څخه زيات مظاهرين داتوار په شپه قانون نافذونکو عسکرو سره دنښتو په مهال نيول شوي وؤ چې پکې (دمذهبي ګوندونو) ځينې مشران هم شامل دي اؤ نور کسان دګل په ورځ نيول شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې نيول شوي مظاهرين دپوليسو دتاڼو په ګډون بيلا بيلو ځائيونو کې ساتل شوي وؤ اؤ وروستو هغوي داسلام اباد سره دنزدې سيمو زندانو ته وليږل شول.

دممتاز قادري دتيزندي کولو خلاف احتجاج کوونکو خواؤشا دوؤ زرو کسانو دپلازمينې اسلام اباد دحساسې سيمې ريډزون په ډي چوک کې دهرنا دوامداره ساتلې ده.

ددوؤ ورځو راهسې داسلام اباد حساسه سيمه ريډزون کې دموبائيل فون سروس بند دى اؤ داسلام اباد دانتظاميې وينا ده داحتجاج له امله به دموبائيل فون سروس تر نامعلوم وخت پورې بند وي.

داتوار دماښام څخه دممتاز قادري دپلويانو لخوا پيل شوى دغه احتجاج تر دې مهاله دوامداره دى

ممتاز قادري يوه مياشت دمخه دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژلو په جرم کې تيزندي کړل شوى ؤ اؤ تيره ورځ دهغه په زرګونو پلويان لمړى دپينډۍ لياقت باغ کې راټول شوي وؤ اؤ بيا يې داسلام اباد په لوري مارچ پيل کړى ؤ، په دغه مهال دپوليسو اؤ دغو مظاهرينو ترمينځ نښتې هم شوي چې پکې يو شمير کسان ژوبل شوي هم دي.

پوليسو ددغو مظاهرينو دمخنيوي لپاره خنډان هم ايښي وؤ په هغوي يې کوتکماري کړې وه اؤ په ضد يې داوښو بهيونکى ګيس استعمال کړى ؤ خو ددې باوجود هم دممتاز قادري پلويانو ټول خنډان لرې کړي وؤ اؤ پارليمنټ هاؤس پورې رسيدلي.

دميډيا راپورونه وائي چې دغو مظاهرينو اوس په ريډزون کې دهرنا دومداره ساتلې اؤ دپاکستان حکومت ته يې څو غوښتنې وړاندې کړي چې پکې ملک کې داسلامي شريعت نفاذ هم شامل دى.

دهغوي په نورو غوښتنو کې دترهه ګرۍ اؤ قتل په ګډون نورو مقدمو کې دنيول شوؤ سُني مسلک دديني مشرانو په غير مشروط ډول خوشې کول، ممتاز قادري” شهيد“ تسليمول، دراولپينډۍ داډيالې جيل کې دقادري سيل قومي ورثه ګرځول اؤ دمذهب دسپکاوي قوانينو کې دڅه قسمه بدلون دنۀ کولو په شمول نورې غوښتنې شامل دي.

دپاکستان دپوځ وياند جنرل عاصم باجوه يو پيغام کې پخلى کړى ؤ چې حکومت پوځ ته داسلام اباد په ريډزون کې دحالاتو قابو کولو خواست کړى اؤ دپوځ دغوښتو مقصد دريډزون حفاظت باوري کول دي.

ممتاز قادري دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير په ساتونکو کې شامل ؤ اؤ هغه دکال ٢٠١١م په څلورمه جنورۍ ګورنر سلمان تاثير داسلام اباد په کوهسار مارکيټ کې دنورو ساتونکو په موجودګۍ کې وژلى ؤ.

دنيول کيدو څخه وروستو ممتاز قادري پخپل اعترافي بيان کې وئيلي وؤ چې هغه درسالت قانون کې دبدلون په ملاتړ اؤ دغه قانون ته دتور قانون وئيلو له امله سلمان تاثير وژلى ؤ.

دپنجاب دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثير په کال ٢٠١٠ کې يوې عيسائي ښځې آسيه بي بي ته دمذهب دسپکاوي په يوه مقدمه کې دمرګ دسزا داورول کيدو څخه وروستو دهغې سره ليدنه کړې وه اؤ دمذب دسپکاوي په اړه موجوده قوانينو کې يې دبدلون په حق کې بيان ورکړى ؤ.

داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت کال ٢٠١١م کې ممتاز قادري ته دوه ځله دمرګ سزا اورولې وه اؤ وروستو سپريم کورټ هم دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت دغه فيصله برقراره ساتلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG