لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفیرزاخیلوال:د پيښور اؤ کابل درد هم یو دی،دښمن هم


عمرزاخیلوال وائس اف مریکه ډیوه سره د خبرو حال کې
عمرزاخیلوال وائس اف مریکه ډیوه سره د خبرو حال کې

د شورو په ماښام وائس اف امریکه ډیوه سره ځانګړو خبرو کې په پاکستان کې د افغانستان لویې سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال وئیلي نن پښتون قام د بهرنو هدفونو د ښکار کیدو له امله مشکلاتو کې ښکیل دی،په خپلو کې لاندې وتلی، وینې یې بهیږي اؤ په کور یې تورتم راخور دی اؤ ددغه وضعیت نه د ځان خلاصي دپاره به پخپله پښتنو ته لاس پښې وهل وي.

ښاغلي زاخیلوال وویل دا د خوشحالۍ خبره ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان اؤ افغانستان د میشتو پښتنو شاعرانو ، لیکوال اؤ صاحب نظر خلکو ترمینځ تګ راتګ اؤ د ناستې موقعې سیوا شوي اؤ دغه تماسونو ته وده ورکول اوس زمونږه ګډه وظیفه ده.

هغه وویل"پښتانه هغه وخت د خپلو کشالو حل پخپله په ښه ډول پیدا کولی شي چې دوئ خپلو کې ناسته ولاړه سره زیاته کړي، د یو بل سره درد اؤ غم شریک کړي"

هغه وویل د پیښور درد د ټولو پښتنو درد دی ، اؤ دکابل درد هم د ټولو پښتنو ګډ درد دی نو هرکله مو درد شریک دی نو بیا مو دستونزې حل هم مشترک دی اؤ حتي دښمن مو سره ګډ دی چې دغه دښمن جهالت اؤ ناپوهي ده اؤ مونږ ته به اوس ددې په ضد لاسونه رابډوهل وي.

د افغانستان سفیر وائس اف امریکه ډیوه سره دغه خبرې د پښتو د څلورو سترو شاعرانو اؤ لیکوالو ښاغلو نورالبشر نوید، ډاکټراسرار اسرار، سعدالله جان برق اؤ شمس بونیري په ویاړ د پښتونولۍ نومې تنظم له لوري راجوړې شوې دستوره کې د ګډون په مهال کړي دي.

هغه دغه دستورې ته هم پخپله وینا کې په پښتون قام غږ وکړي چې هاغه اتلان باید خپل نوي کول ته ور وپیژني اؤ درناوی یې وکړي څوک چې د علم اؤ‌ پوهې خورولو درنه ذمه واري پغاړه لري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG