لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وسله والو افغانستان کې شپږ پوليس عسکر وژلي


دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه سيمه کې دپوليسو اپريشنل کمانډر عبدالمنان روفي دګل په ورځ وئيلي دي چې طالب جنګيالو دغه حمله داتوار په شپه دولت اباد سيمه کې دپوليسو په کاروان کړې ده.

افغان چارواکي وائي په شمالي ولايت بلخ کې دپوليسو په يو کاروان د وسله الو جنګيالو حمله کې لږ ترلږه شپږ پوليس عسکر وژل شوي دي.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه سيمه کې دپوليسو اپريشنل کمانډر عبدالمنان روفي دګل په ورځ وئيلي دي چې طالب جنګيالو دغه حمله داتوار په شپه دولت اباد سيمه کې دپوليسو په کاروان کړې ده.

هغه وئيلي دي دغه حمله هاغه وخت وشوه کله چې پوليس دطالبانو په ضد بلخ کې دعملياتو څخه وروستو نزدې جوزجان ولايت ته روان وؤ.

ددغه حملې ذمه تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، روفي وئيلي دي چې دغه حمله کې دتندلارو يو مشر هم وژل شوى دى.

کال ٢٠١٤م کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو داعلان څخه وروستو طالب جنګيالو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راوستې.

XS
SM
MD
LG