لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده يو سينئير مشرپه هوايي بريد کې وژل شوی دی، امريکا


د السوري په اړه وئيل کيږي هغه د القاعده سره اړونده النصره فرنټ هم سينئير غړی پاتې شوی ؤ .
د السوري په اړه وئيل کيږي هغه د القاعده سره اړونده النصره فرنټ هم سينئير غړی پاتې شوی ؤ .

امريکا وئيلي د اتوار په ورځ د شام په شمال ختيځه سيمه کې يو هوايي بريد کې د القاعده سينئير مشر وژل شوی دی .

د پينټاګون وياند پيټرکُک وئيلي د ابوفراس السوري تعلق د شام سره ؤ او هغه د القاعده پخوانی غړی ؤ . هغه په افغانستان کې جنګېدلی او د القاعده د باني اسامه بن لادن سره هم پاتې شوی دی .

د السوري په اړه وئيل کيږي هغه د القاعده سره اړونده النصره فرنټ هم سينئير غړی پاتې شوی ؤ .

کُک وئيلي السوري د لوړې کچې په يوه غونډه کې ګډون درلود اوپه دغه مهال په هدف کړی شوی دی . نوموړي وئيلي په دغه بريد کې څو نور جنګيالي هم وژل شوي ولې د دفاع چارواکي لا پخلی کوي چې په دوې کې السوري هم شامل ؤ کنه ؤ .

د شام په حالاتو نظر لرونکي تنظيم " سيرئين ابزرويټري فار هيومن رائټس" وئيلي دي چې السوري په ادليب ښار کې د زوې سره په يوه فضايي حمله کې وژل شوی ؤ .

امريکا له دې وړاندې هم په شام کې د النصره فرنټ او القاعده سره اړونده نور تنظيمونه په هدف کړي دي . ولې زياتره هوايي بريدونه يې په داعش کړي دي .

وياند پيټرکُک په پېنټاګون کې خبريالانو سره خبرو کې وئيلي " مونږ د يوې مودې نه د القاعده مشران په هدف کوؤ او څنګه چې تاسو ته معلومه ده دويې زمونږ د کلونو راهسې هدف دی" .

د ګل په ورځ پېنټاګون د القاعده سره اړونده يو بل تُندروه تنظيم د مشر د وژنې پخلی هم کړی ؤ .

په صوماليه کې د الشباب د سينئير کمانډر حسن علي دوهر د وژنې لمړی خبر وايس اف امريکا ورکړی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG