لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونان څخه 45 پاکستاني کډوال ترکي ته ستانۀ؛ نور به لیږل کیږي : يونان کې سفير


اشفاق مومند

د اروپاېي اتحاد او ترکي تر منځه شوي لانجمن تړون نه وروستو د کډوالو بیرته ستنولو لړۍ روانه ده چې پکې پنځه څلویښت پاکستانیانو دویمه ډله هم د یونان لیسبوس جزیرې نه د ترکي ډیکیلي ته رسیدلې​ ده-

په یو نان کې د پاکستان سفير ويلي دي چې دترکي اؤ اروپائي اتحاديې تر منځه شوې لوظنامې لاندې د گڼ شمېر ملکونو خلق خپلو هېوادونو ته لیږل کیږي چې پینځه څلوېښت پاکستانیان پکې هم شامل دي. سفیر سعيد خان د یونان نه د ټيليفون دلارې په واشنټگن کې د ډیوه ریډیو همکار اشفاق مومند ته ویلي دي چې وس هم دلته یو سل دیرش پاکستانیان د ځاېي چارواکو سره دي چې د بیرته ستولو لپاره یې د کشتۍ انتظام کلی شي-

دغه پاکستاني مهاجرین د ترکې په یو کشتۍ کې د ترکي ساحلي ښار ته رسول شوي او ددې وروستو د 130 نورو مهاجرینو یو بله ډله هم ترکي ته رسیدونکې ده. د یونان چارواکي واي په دغه کسانو کې چا هم د په يورپي یونین کې د پناه لپاره درخواست نه وو جمع کړی. یورپي چارواکي واي د یورپ نه ویستونکو تنانو ته به د پناه درخواست جمع کولو موقع ورکړل کیږي او دا چې د چا درخواست رد شي هغه ته به په پنځه ورځو کې د اپیل حق ورکړل کیږي.

د ترکي او اروپاېي ایلاف ترمينځ د شوې لوظنامې لاندې يونان نور مهاجرين هم ترکي ته ليږلي دي دکومو په بدله کې چې به هم په دغه هومره شمير کې ترک کيمپونو کې ميشته شامي کډوال اروپا ته ليږلى شي.

يوناني چارواکي وائي بيرته ليږل شوؤ کسانو اروپائي اتحاديه کې دپناه خواست نۀ ؤ ورکړى، اروپائي اتحاديې دروانې اوونۍ په پيل کې اعلان کړى ؤ چې هغوي به دملک بدرۍ دخطرې سره مخ ټولو مهاجرينو ته ترکي ته دليږل کيدو څخه دمخه دپناه دخواست ورکولو موقع ورکوي.

دزيارت په ورځ دکيتهولک کليسامرکز ويټيکن اعلان کړى ؤ چې پوپ فرانسس به جزيره کې دميشتوؤ مهاجرينو سره ليدلو لپاره په 16م اپريل ليسبوس ته ځي.

د سفير سعيد خان د اشفاق مومند سره مرکه په لانديني لينک واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG