لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د ډزو پېښه کې درې کسان وژل شوي


پوليس وئيلي دغه کسان چې پکې يو پلار او زوی هم شامل دي دوې په امام بارګاه د جمعې د نمانځه نه پس بيرته روان ؤ چې په لارې په هدف کړی شوي دي .
پوليس وئيلي دغه کسان چې پکې يو پلار او زوی هم شامل دي دوې په امام بارګاه د جمعې د نمانځه نه پس بيرته روان ؤ چې په لارې په هدف کړی شوي دي .

د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍکې د جمعې په ورځ د ډزو په يوه پېښه کې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکي درې کسان وژل شوي دي .

د پوليس په وينا دغه پېښه د ښار په نارتهـ کراچۍ شفيق موړ سيمه کې رامنځته شوې ده موټر سائيکل سواره وسله وال راغلي او په دغو کسانو يې ډزې کړي دي .

د ښار د منځنۍضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي مقدس حېدر وئيلي د ډزو په نتيجه کې دوه کسان په ځايې مړه دي او بل ژوبل په عباسي شهيد روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

پوليس وئيلي دغه کسان چې پکې يو پلار او زوی هم شامل دي دوې په امام بارګاه د جمعې د نمانځه نه پس بيرته روان ؤ چې په لارې په هدف کړی شوي دي .

چارواکي وايي په ظاهره داسې ښکاري چې دا فرقه ييزه وژنې وي .

پوليس وئيلي د ډزو د موقعې نه يې د نائن اېم اېم تماچې خولونه (توقې) ترلاسه کړي او پلټنې يې پېل کړي دي .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې رېنجر او پوليس د ترهګرو، هدفي وژونکو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد عمليات کوي او د دغو عملياتو سره په ښار کې د بدامنۍ لړۍ هم کمه شوې ده . ولې بيا هم په ښار کې وخت په وخت د تشدد پېښې رامنځته کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG