د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په لرې پرته سيمه کوهستان کې نزدې اونۍ وړاندې د غر راښوېدو په نتيجه کې ګېر شوي ۲۳ کسان مړه ګرځول شوي او د هغې وروستو يې جنازې شوي دي .
د ګل په ورځ د کنديا په علاقه کې غر راښوېدلی او د يو کلي ۲۹ کسان ترې لاندې ګېر شوي وو . ځايي خلکو او امدادي ټيمونو د خاورې لاندې ګېر شوؤ کسانو کې څلور ژوندي او د دوه کسانو مړي راويستي وو .
د نورو ګېرو شوؤ کسانو د لټون دپاره امدادي کارونه روان ؤ خو د هيڅ درک نه لګېدو پس د جمعې په ورځ د ګېر شوؤ کسانو کورنو او امدادي ټيمونو نور کار اودرولی او د ملبې لاندې راغلو کسانو د مړينې اعلان يې کړی دی .
په دغو ۲۳ کسانو کې ۱۳ ښځې او پينځه ماشومان هم شامل دي .
چارواکو وئيلي د ملبې لاندې ګېرو کسانو مړي د غټې مشينرۍ نه بغېر راويستل ګران دي او په غرونو کې لرې پرتې دې سيمې ته غټه مشينري نه شي تلی .
ځايي خلکو د مرستو نه کولو په سر په صوبايي او مرکزي حکومت نيوکې کړي او وئيلي يي دي چې هيڅ قسمه مرستې ورسره نه دي شوي .
د خېبرپښتونخوا صوبې په زياترو برخو، قبائيلي سيمو ، بلوچستان ترڅنګ ګلګت بلتستان او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې د مارچ د مياشتې راهسې د روانې مياشتې د پينځمې نېټې پورې د بارانونو دوه سلسلې چلېدلي دي ، زاني او مالي زيانونه يې اړولي دي .
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قومي (اېن ډي اېم ای) ترمخه د مارچ د لمړو نه د روانې مياشتې د پينځمې نېټې پورې د بارانونو له امله رامنځته پېښو کې د ۲۱۲ کسانو د مړينې او ۱۸۸ کسانو د ژوبلېدو وئيلي ؤ .
دغو بارانونو تر ټولو زياته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې او د صوبې شانګله پار، سوات او دير ضلعې يې ډېر وهلي وې .
ګلګت بلتستان، هزاره ډويژن ، شانګله پار او کشمير کې غرونه راښوېدلي او لارې يې هم بندې کړي دي .
راپورونه وايي قراقرام هاي وی باندې ځايې په ځايې غرونه راښويدلي او دغه لار د تګ راتګ دپاره بنده شوې چې له امله يې د سيمې خلک د خوراک د کمي سره مخ شوي دي .
بل لور ته د شانګله پار ضلعې ډپټي کمشنر دلداراحمد د کروړه کلي خلکو ته د کلي نه محفوظ ځايونو ته د تلو وئيلي دي ځکه چې د نوموړي په وينا په کلي د غره راښوېدو ويره ده او د کلي ۱۰۰ کورونه د غر لاندې ګېرېدی شي .
د شانګله پار ضلعې اوسېدونکو هم د چارواکو لخوا د مرستو نه کېدو په ضد مظاهره هم کړې ده .
په ملاکنډ او هزاره ډويژنو، ګلګت بلتستان او کشمير کې اوس هم بارانونه دوام لري او د موسمياتو محکمې نن د خالي د ورځې نه تر د ګل د ورځې پورې د ملک په برنو علاقو ، قبائيلي سيمو، ګلګت بلتستان او کشمير کې د نورو بارانونو ورېدو امکان څرګند کړی دی .