لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا او افغانستان ګ‌‌‌‌‌‌ډه اعلاميه کې غټې خبرې څه دي؟


 راتلونکي کې دمرستې لپاره دتګلارې ټاکلو اؤ دوه اړخيزه اړيکو کې دپرمختګ دجاج اخستو لپاره په نهم اپريل کابل کې دافغاستان خارجه وزير صلاح الدين رباني اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري دامريکا،افغانستان دوه ددوه اړخيزه کميشن دريمه غونډه رابللې اؤ ددې مشري يې کړې.، غونډه کې دواړو حکومتونو افغانستان کې دجګړې څخه وروستو دپرمختګ، مضبوط، باثابته، جمهوري اؤ خپلواکه رياست جوړولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.
راتلونکي کې دمرستې لپاره دتګلارې ټاکلو اؤ دوه اړخيزه اړيکو کې دپرمختګ دجاج اخستو لپاره په نهم اپريل کابل کې دافغاستان خارجه وزير صلاح الدين رباني اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري دامريکا،افغانستان دوه ددوه اړخيزه کميشن دريمه غونډه رابللې اؤ ددې مشري يې کړې.، غونډه کې دواړو حکومتونو افغانستان کې دجګړې څخه وروستو دپرمختګ، مضبوط، باثابته، جمهوري اؤ خپلواکه رياست جوړولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.

کابل ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري دورتګ څخه وروستو ددوه اړخيزه کميشن غونډه کې د٢٠١٦م څخه ورپه اخوا افغانستان کې دامريکائي ځواکونو په موجودګۍ ټينګار شوى ترڅو دوه مهم مشنونه ترسره کړشي چې پکې لمړى دنړيوالو شراکت دارانو په مرسته دافغان ملي ځواکونو تربيه،هغوي ته صلاح مشوره ورکول اؤ مرسته کول اؤ دوهم دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره دشريکو هلو ځلو لړ کې دوه اړخيزه مرسته شامل دي.

راتلونکي کې دمرستې لپاره دتګلارې ټاکلو اؤ دوه اړخيزه اړيکو کې دپرمختګ دجاج اخستو لپاره په نهم اپريل کابل کې دافغاستان خارجه وزير صلاح الدين رباني اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري دامريکا،افغانستان دوه ددوه اړخيزه کميشن دريمه غونډه رابللې اؤ ددې مشري يې کړې.، غونډه کې دواړو حکومتونو افغانستان کې دجګړې څخه وروستو دپرمختګ، مضبوط، باثابته، جمهوري اؤ خپلواکه رياست جوړولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.

دوه اړخيزه کميشن دامريکا لخوا افغان ملي اردو ته دنيټو دافغان ملي اردو دټرسټ فنډ اؤ ملګرو ملتونو د دپرمختيائي پروګرام (LOTFA) له لارې ددوامداره اقتصادي مرستې دژمنې هرکلى وکړو.

دوه اړخيزه کميشن ددفاع، امنيت، جمهوريت اؤ واکمنۍ، اقتصادي اؤ ټولنيز پرمختګ څانګو کې په مرسته هم بحث وکړو، دکميشن دغونډې څخه دمخه دامريکا اؤ افغانستان کاري ډلو په دغو دريوؤ څانګو کې دپرمختګ په اړه ليدنه هم وکړه اؤ تيرکال دمارچ په مياشت کې يې افغانستان ته دصدر غني اؤ چيف ايګزيکټيو عبدالله دواشنګټن دسفر په مهال دځانګړو مقصدونو په اړه دپرمختګ جاج يې واخستو.

دفاع اؤ امنيت

خارجه وزير کيري اؤ صلاح الدين رباني دافغان ملي اردو ، امريکائي اؤ ائتلافي ځواکونو قربانۍ تسليم کړې اؤ دتشدد دهاغو پيښو ته يې دپاې دټکي دايښودو غږ وکړو چې په نتيجه کې يې يواځې کال ٢٠١٥م کې د١١ؤ زرو څخه زياتو اولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ترهه ګرو ته دماتې ورکولو، دهغوي دځالو دله مينځه وړلو لپاره دواړو خواؤ دافغانستان دامنيت اؤ ثبات دمضبوطولو خپله ژمنه تکرار کړه.

دافغان ملي ځواکونو دمضبوطولو لپاره امريکا اعلان وکړو چې ١٤ MD-530 چورلکې اؤ اتۀ A-29 الوتکې دافغان ځواکونو برخه جوړه کړل شوې اؤ اګست ٢٠١٦م څخه دمخه به ١٤ نورې چورلکې دافغان فضائيې توانونو کې نوره اضافه هم وکړي.

جمهوريت اؤ واکمني

دامريکې خارجه وزير جان کيري افغانستان کې دبدعنوانۍ دمخنيوي، جمهوريت دودې اؤ ښې واکمنۍ لپاره دافغان حکومت دژمنې ستائينه وکړه، دواړو خواؤ ټاکنو کې داصلاحاتو په اړه دپرمختګ هرکلى وکړو، افغان حکومت ومنله چې پارليماني ټولټاکنې ضروري دي اؤ دټولټاکنو داصلاحاتو دنافذيدو سره سم څومره چې زر ممکن وي ترسره کيدل پکار دي.

خارجه وزير رباني دافغانستان دټولو وګړو لپاره ديو شان حقونو په پرځايې کولو، په ځانګړې توګه دښځو اؤ اقليتونو اؤ معذورو کسانو ته دځانګړي پام ګرځولو په ضرورت زور راوړى، هغه په ډاګه کړه چې حکومت يې دماشومانو دتحفظ دقانون سازۍ اؤ دښځو په ضد دتشدد دخاتمې لپاره په قانون دعمل درامد په غرض ګامونه اخلي

دغونډې برخه الو دافغان حکومت لخوا دښځو دحقونو دتحفظ دژمنې هرکلى وکړو.

دکميشن برخه وال دې نتيجې ته ورسيدل چې راتلونکو مياشتو کې به امريکا دټولټاکنو داصلاحاتو دمخ په وړاندې بوتللو لپاره دافغانستان لخوا دکيدونکو هڅو ملاتړ کوي، هغوي په دې خبره اتفاق وکړو چې دبدعنوانۍ خاتمه اؤ موثره اولسي خدمات دامن اؤ ثبات لپاره ضروري دي.

افغان حکومت په ډاګه کړه چې دبشري حقونو دښه کولو لپاره به دهغوي په هڅو کې دافغان حکومت دسزا دختمولو پلان اؤ دميډيا دازادۍ تحفظ شامل وي چې پکې دصحافيانو په ضد دتشدد مخه نيول هم شامل دي.

اقتصادي اؤ ټولنيز پرمختګ

خارجه وزير کيري اؤ صلاح الدين رباني افغانستان کې راتلونکي کې دثبات اؤ امنيت لپاره داقتصاد اؤ ټولنيز پرمختګ بنيادي ارزښت په ډاګه کړو. دامريکا حکومت نيروبي ، کينيا کې په ١٧م دسمبر کال ٢٠١٥م کې دوزارتي کانفرنس په مهال افغانستان ته دډبليو ټي او دغړيتوب لپاره دخواست په منظوريدو مبارکي ورکړه،امريکا اؤ افغانستان دخپلو دوه اړخيزه انرژۍ دکاري ډلې دپرمختګ جاج واخستو، دغه کاري ډله تيرکال واشنګټن ته دصدر غني اؤ چيف ايګزيکټيو عبدالله ددورې په مهال جوړه شوې وه، دغه ډلې دوه ځله ليدلي چې پکې يوه ليدنه نومبر اؤ بله جنورۍ کې شوې.

امريکا اؤ افغانستان به دافغانستان داقتصاد مضبوطولو، په کورني توګه دانرژۍ پيداوار ته ودې ورکولو ته پام ګرځوي چې ددې سره به دافغانستان په بهرنۍ مرستيا انحصار راکم شي، دواړو حکومتونو په دې خبره اتفاق وکړو چې نوې پرمختيائي شراکت داري به دوامداره وي، جان کيري دافغان حکومت لخوا دامن لپاره دروزګار په نوم دپروګرام دشروع کولو هرکلى وکړو دکوم مقصد چې افغان ځوانانو ته دروزګار موقعې برابرول دي.

نتيجه

خارجه وزير رباني اؤ کيري دافغانستان داولس دې خواهش ته دودې ورکولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه چې افغانستان دې باثابته، محفوظ اؤ خپلواکه وي، واکمني دې يې دافغانستان داساسي قانون لاندې وي چې پکې دبشري حقونو لپاره درناوى، دقانون واکمني اؤ جمهوري اقدار شامل دي، هغوي په دې خبره اتفاق وکړو چې دافغانستان اؤ امريکا ترمينځ به مرسته دخپل مينځي درناوي اؤ خپل مينځي ګټو په اساس وي اؤ دستراتيژيکي شراکت دارۍ دتړون په اساس به دلوړې کچې دغه رقم دوه اړخيزه صلاح مشورې دوامداره ساتلى شي، ددې مقصد لپاره هغوي په دې خبره اتفاق شول چې دافغانستان، امريکا دوه اړخيزه کميشن دڅلورمې غونډې واشنګټن ډي سي کې څومره چې زر ممکن وي د ترسره کيدو لپاره به دنيټې اعلان کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG