لاس رسیدونکی لینک

 
صوماليه: دخبريالې په وژنه کې ککړ وسله وال اعدام کړی شوي
تازه خبر

صوماليه: دخبريالې په وژنه کې ککړ وسله وال اعدام کړی شوي


وژل شوې خبريالي د صوماليه دوه سرکاري خبري ادارو سره کار کولو .
وژل شوې خبريالي د صوماليه دوه سرکاري خبري ادارو سره کار کولو .

صوماليه کې چارواکو وئيلي د القاعده سره اړونده الشباب ډلې دوه تُندلارو ته د ډزو د لارې د مرګ سزا ورکړل شوې ده . دوې تېر کال په موټري بمي چاؤدنه کې يوه خبرياله وژلې وه .

۳۷کلن حسن نورعلي او ۲۸کلن عبدالرزاق محمدبارو ته د پوځي عدالت لخوا د سزا اورولو پس هغوې ته په موغادېشو کې سزا ورکړل شوې ده .

د سزا ورکړی کېدو پس د پوځي عدالت مرستيال جج عبدالحئې حسېن محمد مطبوعاتو سره خبرو کې وويل اخر چې مجرمانو ته سزا ورکړی شوه .

"دواړه د خبريالې هينديوحاجي محمد په وژنه کې ککړ مجرمان ثابت شوي وو د چا ګاډی چې د بارودي موادو د لارې الوزول شوی ؤ ، او دوې ته سزا ورکړل شوه " .

د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په مياشت کې د هينديو د وژنې نه څو ورځې پس دواړه کسان نيول شوي وو .

هينديوحاجي محمد د دوه سرکاري خبري ادارو ريډيو موغاديشو او صومالي نيشنل ټيلي ويژن سره کار کوؤ . د هغې د موټر د سيټ لاندې بم اېښودل شوی او د چاؤدنې په نتيجه کې يې هغه وژل شوې وه .

د ځايې خبريالانو ترمخه هغه د صوماليه انټرنيشنل پوهنتون نه بيرته روانه وه چرته چې هغې زده کړې کولې، په هدف شوې وه . هغه د يو خبريال کونډه وه څوک چې په کال ۲۰۱۲م کې موغادېشو کې يو بريد کې وژل شوی ؤ .

هينديو د صوماليه په هغو څو ښځو کې شمار وه چې د صحافت پېشه يې خپله کړې چرته چې زياتره سړي دي . د کال ۲۰۱۰م نه پس په صوماليه کې د خبريال دا ۳۸م وژنه وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG