د پاکتسان تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان پاناما ليکس کې د وزيراعظم نوازشريف د کورنۍ د غړو په بهرنو ملکونو کې د جائيداد لرلو د پلټنو دپاره د سترې محکمې د چيف جسټس په مشرۍ د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده او په دغه لړ کې يې حکومت ته د اپرېل د ۲۴م نېټې پورې وخت ورکړی دی .
د اپوزيشن دوېمې غټې ډلې پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د اتوار په ورځ اسلام اباد کې په خپل کور بني ګاله کې په شخصي ټيلي ويژن چېنلو وينا کړې او هغه دغې وينا ته قوم ته د وينا نوم ورکړی دی . نوموړي په خپله وينا کې په وزيراعظم نوازشريف سختې نيوکې کړي دي .
عمران خان وئيلي د وزيراعظم لخوا د پانام ليکس د پلټنو دپاره د پخواني جج په مشرۍ کمېشن ورته قبول نه دی .
"زه ټول پاکستان ته په ډاګه کول غواړم چې مونږ د حکومت نه غوښتنه کوؤ مونږ عدالتي کمېشن نا بلکي د سترې محکمې د چيف جسټس په مشرۍ کمېشن غواړو چې پکې د سپين کالر جرمونو کوؤنکو پوهان او د بهر نه اډټ فرم راوغوښتل شي مونږ د ۲۴م اپرېل پورې انتظار کوؤ او بيا به د راتلونکې تګ لاره اعلانوؤ " .
د پاناما ليکس د پلټنو دپاره وزيراعظم نوازشريف د سترې محکمې د پخواني جج په مشرۍ د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی ؤ .
عمران خان وئيلي د نوازشريف سره د حکومت کولو هيڅ اخلاقي جواز نه دی پاتې، او زياته کړې يې ده د اولس لخوا د نوازشريف نه د استعفی غوښتنه کوم .
عمران وئيلي د غوښتنو نه منلو په صورت کې به په لاهور کې د وزيراعظم د کور پورې احتجاج کوؤ.
تحريک انصاف ډلې د حکومت مرکزي سيکرټري اطلاعات ته يو خط ليکلی او د خپل مشر دپاره يې ورته د اتوار په ورځ سرکاري ټيلي ويژن باندې قام ته د وينا کولو د انتظام برابرولو وئيلي ؤ .
ولې د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويزرشيد د تحريک انصاف د غوښتنې په ځواب کې وئيلي چې سرکاري ټيلي ويژن باندې يواځې صدر او وزيراعظم قام ته وينا کولی شي .
د عمران د اتوار د ورځې د وينا په ځواب کې پرويزرشيد وئيلي د عمران خان په اسلام اباد کې د دهرنې له امله ملکي معيشيت ته په اربونو روپۍ تاوان اوښتی او نوموړي دې ته سازش وئيلي او زياته کړې يې ده پکار ده چې په دغسې کولو هغه (عمران) د قوم نه معافي وغواړي له دې وړاندې چې هغه د يوې بلې دهرنې سازش جوړ کړي .
پاناما ليکس کې د وزيراعظم د کورنۍ د غړو د نومونو مخې ته راتلو نه پس اپوزيشن ډلو په حکومت سختې نيوکې پېل کړي دي ، ولې حکومتي وزيران هم پرله پسې په دغه لړ کې وضاحتونه وړاندې کوي او د تحريک انصاف په مشر يې هم بهر ملکونو کې د پېسو لګولو تورونه لګولي دي .