لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن کې اوربند اعلان شوی


يمن کې د يو کال راهسې روانې جګړه کې څو ځله د اوربند ناکامه تړونونه شوي دي ، خو د تازه تړون نه هيله کيږي چې دا به کاميابه وي .
يمن کې د يو کال راهسې روانې جګړه کې څو ځله د اوربند ناکامه تړونونه شوي دي ، خو د تازه تړون نه هيله کيږي چې دا به کاميابه وي .

يمن کې د يو کال د جګړې نه پس د اتوار د نيمي شپې نه اوربند اعلان شوی دی او ټولو ډلو يې د منلو ژمنه کړې ده . د اوربند د تړون مقصد راتلونکې اونۍ کې په کويت کې د امن خبرو ته موقع برابرول دي .

د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد وئيلي دي چې " عرب اتحاد يمن کې د صدر هادي په غوښتنه د اتوار د نيمې شپې راهسې د اوربند په ځاې کېدو احترام کوي ولې کوم ياغي بريد ته د ځواب ورکولو حق هم محفوظ ساتي " .

د ايران ملاتړي حوثي ياغيانو هم وئيلي دي چې د تړون احترام کوي خو وئيلي يي دي که حمله پرې وشوه ځواب به يې کوي .

د اوربند نه وړاندې د يمن په بېلابيلو علاقو کې د جګړې خبرونه مخې ته راغلي او د۲۰ کسانو د وژنې پکې وئيل شوي دي .

يمن کې د يو کال راهسې روانې جګړه کې څو ځله د اوربند ناکامه تړونونه شوي دي ، خو د تازه تړون نه هيله کيږي چې دا به کاميابه وي .

د ياغيانو د ولقې لاندې پلازمينې صنعا کې يوسرکاري نوکر خبري ادارې رويټرز ته وئيلي چې زه د جنګ، تباهۍ او د دې هر څه نه تنګ راغلی يم خلکو ته د روزګار، بجلۍ او اوبو نه بغېر ژوند کول ګران دي، او په دې ويره کې دي چې څه وخت يې هم د بمبارۍ نه کوم خپل مړ کېدی شي .

حوثي ياغيانو په کال ۲۰۱۴م کې په صنعا قبضه کړې وه ، او صدر هادي جلاوطني احتيار کړې او سعودي عرب ته تلی ؤ او يو کال پس بيرته ملک ته راستون شوی دی .

د سعودي عرب په مشرۍ اتحادي ملکونو تېر کال په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد هوايي بمبارۍ پېل کړي او وروستو يې ځمکني ځواکونو هم لېږلي دي .

د فضايي عملياتو او جګړې په نتيجه کې تراوسه پورې په يمن کې شپږزره کسان وژل شوي او خلک د سختو ستونزو سره مخ دی .

ملګري ملتونه وايي په يمن کې ۸۰ فيصده خلک خوراک او دوايانو ته سخته اړتيا لري .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG