لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : وسله والو سره نښتو کې ٦ عسکر وژل شوي،٢٥ يرغمال


 دپوليسو وينا ده کله چې پوليس عسکر يادې شوې جزيرې ته ورداخل شول نو هلته سختې نښتې پيل شوې.
دپوليسو وينا ده کله چې پوليس عسکر يادې شوې جزيرې ته ورداخل شول نو هلته سختې نښتې پيل شوې.

دپاکستان دپنجاب صوبې دراجن پور اؤ رحيم يار خان ترمينځ ددريائى سندهـ يوه جزيره کې وسله والو سره دنښتو په مهال شپږ پوليس وژل شوي ، ګڼ شمير ژوبل شوي اؤ ٢٥ هاغه مهال يرغمال کړى شوي چې امنيتي ځواکونو دجزيرې ځنګل ته دورننوتلو هڅه کړې.

دپوليسو وينا ده کله چې پوليس عسکر يادې شوې جزيرې ته ورداخل شول نو هلته سختې نښتې پيل شوې.

راجن پور، رحيم يار خان اؤ دکشمور سره نزدې کچى سيمه کې دامنيتي ځواکونو ګډ عملياتو دتيرو څو ورځو راهسې روان دي.

دکچي مورو سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې دشپږو پوليس عسکرو دوژل کيدو، ګڼ شمير دژوبل کيدو اؤ ٢٥ؤ عسکرو دتښتول کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.

درحيم يار خان ضلعي پوليس افسر( ډي پي او) ذويشان اصغر وئيلي دي چې چهوټو ګينګ نومې ډلې سره نښته کې درې پوليس عسکر وژل شوي دي.

هغه وويل دجزيرې حدودو ته دداخليدو دهڅې کوونکو پوليسو ديوې ډلې په اړه معلومات نشته.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ترمخه دپوليسو وينا ده دغه زيان ورته په داسې حال کې رسيدلى چې دپنجاب دپوليسو لوړپوړو افسرانو ته راجن پور کې دفضائي کارروايۍ په اړه دهغوي په خواست دحکومت لخوا زړۀ پورې ردعمل نۀ دى ترلاسه شوى اؤ وروستو چې پوليسو په دغه خطرناکه جزيره کې دځمکنو عملياتو پيل کولو فيصله وکړه نو تندلارو سره يې سختې نښتې وشوې.

پوليس وائي چې دمجرمانو تر بريد لاندې دي اؤ هغوي سره عصري وسلې اؤ12.7 ايم ايم درنې دجهازونو راغورځونکې وسلې هم لري، دجرائم پيشه خلکو له لوري ددومره سخت مزاحمت څخه دا خبره په ډاګه کيږي چې سيمه کې کالعدم تنظيمونه هم موجودګي لري.

پوليسو دعملياتو په مهال دچهوټو ډلې ديو مهم کمانډر پهلوان چې پلو شهرت لري ، دوژلو دعوه کړې ده.

دپوليسو وينا ده چې دجرائم پيشه خلکو په ضد دځمکنو عملياتو دپيل کولو سوچ غوره نۀ ؤ خو هغوي سره بله لار نۀ وه ځکه چې دګن شپ هيلي کاپټرو دورکړې په اړه دهغوي خواست رد کړى شوى ؤ اؤ هغوي دغه خواست وروستو له هغې کړى ؤ چې سيمه کې ورته په ګڼ شمير کې دمجرمانو دموجودګۍ اطلاع ترلاسه شوه.

دميډيا راپورونه وائي دسندهـ اؤ بلوچستان صوبو دپولې سره پيوست ځنګل کې خواؤشا ١٥٠ خطرناک مجرمان پټ دي.

سرچينې وائي چې عسکري چارواکو تير کال دنومبر په مياشت کې دغه سيمه کې درينجرز ځواکونو دعملياتو وړانديز کړى ؤ خو دپنجاب حکومت په دغه معامله خاموشي خپله کړې وه.

دپنجاب دپوليسو وياند نبيال غضنفر وئيلي دي چې دنزدې سيمو څخه د١٦٠٠ؤ څخه زيات پوليس عسکر ضرب آهن نومې دغو عملياتو کې برخه اخلي اؤ دهغوي سره ٣٥٠ ايليټ کمانډو، پاکستان رينجرز اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې عسکر هم ملګري دي.

هغه ددريوؤ عسکرو قاضي عبيد ، امان الله اؤ ايليټ کمانډ محمد اجمل دوژل کيدو پخلى کړى.

رحيم يار خان کې دپوليسو ترمخه مجرمانو دخپلو ملګرو دخوشې کولو په بدل کې ديرغمال کړى شوؤ پوليسو دخوشې کولو په اړه پيغام ليږلى اؤ هغوي دمحفوظې لارې غوښتنه هم کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG