لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما به دسعودي په ضدقانون لاسليک نه کړي، سپينه ماڼۍ


ارنسټ وئيلي " د سعودي عرب حکومت دا خبره مني چې روان نړيوال مالياتي نظام د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه ده او بې ثباتي يې د دواړو دپاره ګټه نه لري " .
ارنسټ وئيلي " د سعودي عرب حکومت دا خبره مني چې روان نړيوال مالياتي نظام د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه ده او بې ثباتي يې د دواړو دپاره ګټه نه لري " .

سپينې ماڼۍ وئيلي صدر باراک اوباما به د کورنو د غوښتنو باوجود داسې قانون لاسليک نه کړي کوم چې د سعودي عرب په رنګ ملکونو باندې د قانوني چارو دپاره اجازت ورکوي چې د دغو ملکونو چارواکو په ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ باندې د امريکې په خاوره شوې ترهګرۍ کې کردار ادا کړی ؤ .

د سپينې ماڼۍ پريس سيکرټري جوش ارنسټ د ګل په ورځ وئيلي دي چې " د خپلواک معافيت ټولې مفکورې ته خطره ورپېښه ده او د دې نتيجې به د کوم بل ملک نه زياتې خپله د امريکې دپاره د پام وړ وي " .

دې سره د جسټس اګېنسټ اسپونسرز اف ټررزم اېکټ ۹/۱۱ کورنو ته دا اجازت مېلاؤ شي چې هغه په بهرنو رياستونو او د ترهګرو د مالي همکارانو باندې مقدمې جوړې کړي .

د امريکې وتلې ورځپاڼې (نيويارک ټائمز) کې د راپور خپرېدو وروستو د داسې قانون سازۍ د پړتال (کره کتنې) فکر زيات شوی دی په کوم کې چې د سعودي عرب د چارواکو لخوا وئيل شوي که چرته کانګرس دغه ډول ګام پورته کړو نو سعودي عرب به د امريکې د ملينونو ډالرو اثاثې خرڅې کړي .

د ګل په ورځ د خبري غونډې په وخت د دغه قانون پوښتنې ته په ځواب کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وويل د دغه قانون په اړه راولاړو اندېښنو ته په کتو دا خيال به ذهن ته راوستل ګران وي چې څه رنګ د دې بل مسوده جوړولی شي صدر به يې لاسليک کړي .

پريس سيکرټري يادګېرنه وکړه چې " د خپلواک معافيت سوال داسې دی چې د امريکا د توان ساتنه کوي او د ګردې نړۍ د ملکونو سره په ګډه نزدې کار وکړي ، او د دې اصولونه شاته کېدل امريکا، زمونږ ټېکس ورکوؤنکي، زمونږ پوځ او سفارتکار په خطر کې اچوي " .

دغه بيان په داسې وخت کې يوه ورځ وړاندې له هغې مخې ته راغلی چې د زيارت په ورځ صدر اوباما د خليج د همکارۍ شورا (جي سي سي ) په غونډه کې د ګډون دپاره سعودي عرب ته ځي ، او هلته په خبرو کې دا توقع کيږي چې د داعش په ضد جګړه، ايران سره په جوهري تړون او په سيمه کې د ايران د بې ثباتۍ په عملياتو توجه وساتل شي .

جوش ارنسټ وئيلي سعودي عرب د ترهګرۍ د مخنيوي په مبارزه کې د امريکې ملګری دی ، او نوموړي اعتراف وکړو چې کله دوه ملکونه په يو څيز صلاح نه وي نو پکار ده چې اختلاف بيا د سفارتکارۍ د لارې حل کړی شي .

د سپينې ماڼۍ وياند د سعودي عرب د خارجه وزيرع عادل الجبېر دې بيان ته زيات اهميت نه دی ورکړی په کوم چې نوموړي وئيلي دي ، له دې وړاندې چې د امريکې عدالت د اثاثو منجمد کولو امر کوي ، سعودي عرب به د امريکې نزدې ۷۵۰ اربه ډالره اثاثو خرڅولو باندې مجبور وي .

ارنسټ وئيلي " د سعودي عرب حکومت دا خبره مني چې روان نړيوال مالياتي نظام د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه ده او بې ثباتي يې د دواړو دپاره ګټه نه لري " .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG