لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: ځانمرګي بريد کې ۲۸کسان مړه، ۳۲۸ ژوبل شوي دي


راپورونه وايي بريد د افغان ځواکونو د ځانګړې څانګې په ودانۍ شوی دی څوک چې د حکومتي چارواکو په ساتنه مامور وي .
راپورونه وايي بريد د افغان ځواکونو د ځانګړې څانګې په ودانۍ شوی دی څوک چې د حکومتي چارواکو په ساتنه مامور وي .

د کابل د پُل محمودخان په سيمه کې د ملي امنيت په يو ودانۍ ځانمرګي بريد کې د چارواکو په وینا ٢٨ کسان وژل شوي او ۲۳۸ نور ژوبل دي .

د افغانستان پلازمينه کابل کې نن طالب وسله والو د ملي امنيت په يو وداني د ځانمرګي بريد زمه واري قبوله کړې ده .

د روغتيا وزارت وئيلي ژوبل کسان د کابل بېلابيلو روغتونونو ته ته وړل شوي دي .

د کابل د پوليس مشر جنرال عبدالرحمان رحيمي د پېښې په ځايې خبريالانو ته وئيلي چې دوه بريدګر راغلي يو لمړی ځان ته چاؤدنه ورکړې او بل امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی .

جنرال رحيمي پېښه کې د ۲۸ کسانو د وژنې پخلی کړی چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي . نوموړي د ژوبلو شمېره ۱۸۳ وئيلي ده .

د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بيان کې صدر اشرف غني د دغه بريد غندنه کړې ده او وئيلي يي دي چې په پُل محمدخان خان کې ترهګر بريد د دې ښکاره څرګندونه ده چې دښمن افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې ده .

د راپورونو ترمخه دغه بريد د افغان ځواکونو د ځانګړې څانګې په ودانۍ شوی دی څوک چې د حکومتي چارواکو په ساتنه مامور وي . چارواکو وئيلي نن سهر نزدې نهه بجې ځانمرګي د بارودو ډک ګاډی د ودانۍ نه تمبولی دی .

له دې وړاندې د کابل د صحت وزارت وايس اف امريکا ته وئيلي ؤ چې امدادي کارکوؤنکو تراوسه پورې ۱۹۸ژوبل کسان د ښار روغتونو ته وړلي دي . هغه وئيلي ؤ دا ابتدايي شمېره ده او د نورو مرګ ژوبلو پخلی يې نه ؤ کړی .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلي بيان کې د دغه بريد زمه واري قبوله کړې ده . او وئيلي يې دي د افغان استخباراتو په دفتر يې بريد کړی دی . طالبانو وئيلي دا بريد د عمري عملياتو برخه ده او د موټر د لارې يې بريد کړی دی .

پاکستان نن په کابل کې شوی بريد په سختو ټکو کې غندلی دی . د دفترخارجه لخوا په جاري شوي بيان کې پېښه کې د اغېزمنو سره د خواخوږۍ څرګندونه شوې او وئيل شوي چې پاکستان د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG