لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 مردان: په سرکاري دفترځانمرګی بريد کې يو کس مړ، ۱۷ ژوبل


ځانمرګی دفتر ته دننه ورننوتی اول يې ډزې کړي او بيا يې ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې ده .
ځانمرګی دفتر ته دننه ورننوتی اول يې ډزې کړي او بيا يې ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې ده .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د اېکسائز اېنډ ټيکسېشن په دفتر ځانمرګی بريد شوی چې په نتيجه کې يې يو کس مړ او ۱۷ نور ژوبل شوي دي .

د صوبې د بم ناکاره کوؤنکي څانګې مشر (ائي جي پي) شفقت ملک پخلی کړی چې پېښه کې د دوه پوليس افسرانو په ګډون ۱۸ کسان ژوبل شوي وو چې وروستو پکې يو کس د مردان په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

د مردان ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) فېصل شهزاد وئيلي دا ځانمرګی بريد ؤ او د بريد نه پس په دغه ځاې کې د ډزو اوازونه هم اورېدل شوي دي .د روغتون چارواکو وئيلي په نورو ژوبلو کې د درېو روغتيايي حالت مرګونی وو او هغه د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته لېږل شوي دي .

د چارواکو په وينا ځانمرګی دفتر ته دننه ورننوتی اول يې ډزې کړي او بيا يې ځان پورې تړلو بارودي موادو ته چاؤدنه ورکړې ده .

د چارواکو په وينا علاقه امنيتي ځواکونو په ګېره کې اخستې او د پلټنې عمليات پېل کړی شوي دي .

د پېښې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې قبوله کړې ده .

مردان کې تېر کال د دسمبر په مياشت کې د نادرا په دفتر ځانمرګی بريد شوی ؤ او په نتيجه کې يې ۲۶ کسان مړه او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو .

جماعت الاحرار ډلې د دغه بريد زمه واري هم قبوله کړې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG