لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د کراچۍ موسم به درې ورځې ډېر تود وي


په کراچۍ ښار کې تېر کال د سخت تود موسم له امله د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو .
په کراچۍ ښار کې تېر کال د سخت تود موسم له امله د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو .

د پاکستان د موسمياتو محکمې وئيلي د ملک غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې به درې ورځې موسم ډېر تود وي . محکمې په خلکو غږ کړی چې بې د ضرورته دې د کورونو نه ووځي، په غرمو د ګرځېدو دې ډډه وکړي او اوبه دې ډېر څکي .

په کراچۍ کې د موسمياتو د محکمې چارواکي (ډائريکټر) عبدالرشيد وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل نن د جمعې د ورځې نه تر د اتوار د ورځې پورې به په کراچۍ او د سمندر (بحېره عرب ) غاړو ته پرتو علاقو کې ګرمي زياتيږي .

" په کراچۍ کې به په دې درېو ورځو کې د تودوخې کچه د ۳۸ درجې نه تر ۴۰درجې سنټي ګريډ پورې سېوا کيږي او دا ځکه چې په عامو ورځو کې په کراچۍ د جنوب لويديځ لوري سمندر لخوا هواګاني راځي خو په دې ورځو کې د هوا مخه بدل شوې او د شمال لويديځ نه هواګانې شورو شوي دي ځکه د تودوخې کچه لوړيږي " .

په کراچۍ ښار کې تېر کال د سخت تود موسم له امله د ۱۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو .

عبدالرشيد وايي د تېر کال په پرتله دا اوس د تودوخې زور کم دی ځکه چې تېر کال د روژې په مياشت کې د ګرمۍ زور ۴۵ درجه سنټي ګريډ ته رسېدلی ؤ او بله دا چې روژه وه خلکو ته اوبه نه مېلاوېدې ځکه خلک مړ شوی ؤ .

نوموړي زياته کړه دې په دې درېو ورځو کې به د تودوخې کچه د ۴۰ درجې نه بره نه شي ولي دوې بيا هم اړونده ادارې خبر کړي چې د ګرمۍ له امله د رامنځته کېدونکو پېښو دپاره تيارۍ ونيسي .

د کراچۍ د کمشنر وياند حسن لطيبف خانزاده وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل د تود موسم دپاره يې برابرتيا کړې ده . هغه وويل په ښار کې په بېلابيلو سيمو کې خواؤشاه په ۵۰۰ ځايونو کې خلکو ته د اوبو ورکولو انتظامات شوي دي او د دې ترڅنګ روغتونونه کې هم چمتو کړی شوي دي .

هغه زياته کړه دوې په ښار کې خيراتي ادارو ته هم وئيلي چې په دې ورځو کې خلکو ته د اوبو رسولو کار ته ډېر پام وګرځوي .

ډاکټرانو وئيلي خلک دې په ګرم موسم کې په غرمو د ګرځېدو نه ډډه وکړي، سرونه دې پټ ساتي او اوبه دې ډېر څکي .

د چارواکو په وينا تېر کال ناڅاپه ګرمي شورو شوې وه تيارۍ نه وې نيول شوې او بل دا چې د بجلۍ د نشتوالي ستونزه هم رامخې ته وه . ځکه سږ کال د صحت او نورو اړونده ادارو ته د چمتو کېدو سره کراچۍ ته بجلي ورکوؤنکي کمپنۍ (کی اليکټرک) ته هم د لوډشيډنګ نه کولو وئيل شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG