دپاکستان اليکشن کميشن دمنتخبو اولسي استازو دمالي اثاثو تفصيلات جاري کړي چې ترمخه يې وزيراعظم نوازشريف دخواؤشا دوؤ اربو اؤ دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ديو ارب اؤ يو ديرش کروړو روپو داثاثو مالکان دي.
دپاکستان دقومي اسمبلۍ ترټولو غريب غړى جمشيد دستي دى څوک چې يواځې دوه زره شپږ سوه اؤ درې پنځوس روپۍ لري.
داليکشن کميشن ترمخه دپاکستان وزيراعظم دهيواد څخه بهر هيڅ جائيداد نۀ لري خو دهغه ځوې حسين نواز نوازشريف ته ٢١ کروړه اؤ ٥٦ لکه روپۍ دبهر څخه ليږلي دي.
دنوازشريف کورودانه کلثوم نواز يواځې درې ګاډي اؤ دوه ټريکټرې لري، ددې ترڅنګ کلثوم نواز سره دشلو لکو روپو څاروي اؤ مرغۍ هم شته.
دوزيراعظم زوم کيپټن صفدر يو کروړ روپو څخه زياتې اثاثې لري.
داليکشن کميشن له لوري دغه تفصيلات په داسې حال کې جاري کړل شوى چې درې ورځې دمخه دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرل راحيل شريف هيواد کې دټولو احتساب ضرورى ګرځولى ؤ اؤ يوه ورځ دمخه يې ځينې پوځي مشران هم دبدعنوانۍ په تور دخپلو عهدو څخه لرې کړي وؤ.
څو اوونۍ دمخه دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .
په دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي .
دپوځ دسرلښکر له لوري دپوځي افسرانو دلرې کولو څخه څو ساعته وروستو دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه هم شوې ده چې پکې وفاقي وزيرانو، مشيرانو اؤ دهغه ځانګړو مرستيالانو ګډون کړى اؤ دپاناما ليکس لپاره يې دکميشن دجوړولو اؤ ملک په سياسي صورتحال غور کړى دى.
دغونډې په مهال وزيراعظم ته مشوره ورکړل شوې چې هغه دې دپاناما دستاويزاتو دانکشافاتو پلټنې دپخواني جج څخه ځکه نۀ کوي چې دهغه کوم قانوني حيثيت نشته اؤ ددې ترڅنګ دپخواني جج په مشرۍ کې په کميشن مخالف اؤ ائتلافي ګوندونه هم رضا نۀ دي.
دغه غونډې ته دوينا په مهال نوازشريف وويل لمنه يې پاکه ده اؤ تل يې داقتدار په پځايې اقدارو ته اوليت ورکړى.
نوازشريف وويل هيواد کې دبې ثباتۍ پيدا کولو سره دخوشحالۍ دلارې مخه نيونکي به نۀ کاميابيږي.
داليکشن کميشن دتفصيلاتو ترمخه دتحريک انصاف مشر عمران خان دبني ګاله اؤ زمان پارک دکورونو سره ديو ارب اؤ ٣١ کروړو روپو اثاثې اؤ دپنځوسو لکو روپو پراډو ګاډى لري، خو اليکشن کميشن وائي چې عمران خان هم بهر جائيداد نۀ لري.
دعمران خان داثاثو تفصيلاتو کې دهغه دپخوانۍ ميرمنې ريحام خان داثاثو تفصيلات هم موجود دي، دهغې دبينک اکاؤنټونو کې دوه پنځوس لکه روپۍ دي.
قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر خورشيد شاه اثاثې څلور کروړه اؤ ٨٦ لکه روپو څخه سيوا دي، دمذهبي ګوند جمعيت علماء اسلام مشر فضل الرحمان د٦٨ لکو څخه دزياتو اثاثو مالک دى.
دپاکستان دکورنو چارو وزيري چوهدري نثار علي خان دبينک اکاؤنټونو کې دوه کروړه اؤ ٢٨ لکه روپۍ موجود دي خو هغه په وراثت کې دترلاسه شوې ځمکې پيسې نۀ دي په ډاګه کړي.
دريلوى وزير سعد رفيق د٩ کروړوروپو څخه زياتې اثاثې لري، دايم کيو ايم مشر فاروق ستار د٢٦ لکو اؤ ٩٧ زروروپو مالک دى.