د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ پوليس وايي د القاعده يو مهم مشر يې نيولی د ی ، او نيول شوي کس د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره ليده کاته کړي او ورته نزدې وو .
د کراچۍ ښار د رضويه سوسائټۍ د پوليس تهاڼې مشر (اېس اېچ او) ادريس عالم بنګش وي ای او ډيوه ريډيو ته د نيول شوي کس په اړه وويل هغه عبدالرحمان سندهي نوميږي او د کراچۍ د استخباراتي ادارو د معلوماتو په اساس د ګوليمار سيمې سره جوختې پرتې ناظم اباد نمبر(۱) علاقه کې نيول شوی دی .
د پوليس افسر په وينا نيول شوی کس د ۹۰م په لسيزه کې د افغانستان په قندهار سيمه کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره مېلاؤ شوی وو . او تر اته ساعتو پورې ورسره ناست شوی دی او بيا په دې سيمه کې د القاعده مشر جوړ کړی شوی ؤ .
ادريس بنګش وويل عبدالرحمان سندهي به القاعده ته پېسې راټولې . هغه زياته کړه سندهي وروستو بيا د افغان طالبانو مشر ملاعمر سره هم ليدلي او د هغه په لاس يې بېعت کړی ؤ .
پوليس افسر وويل نيول شوي ملزم دا هم منلې چې په ورستيو کې د ملاعمر د مړينې نه پس هغه په کوئټه کې د ملاعمر د زويې سره هم مېلاؤ شوی دی .
د ادريس په وينا سندهی د امريکايي خبريال ډينيل پرل په کېس کې نومول شوي ملزم سعودمېمن نزدې کس ؤ او داسې معلوميږي چې دی د ډينيل پرل په وژنه کې د سعود مېمن سهولتکار يا اسانتياوې برابرؤنکی ؤ .
ډينيل پرل په کال ۲۰۰۲م کې په کراچۍ کې وژل شوی ؤ .
د رضويه پوليس مشر وويل د عبدالرحمان پلارنی ټاټوبې د سندهـ صوبې خېرپور سيمه ده . او په کال ۲۰۱۴م کې ملګرو ملتونو د هغه (سندهي ) نوم د بنديز لګېدونکو فهرست کې شامل کړی شوی او د هغه اکاؤنټونه ودرول (منجمد) کړی شوي وو .
د پوليس افسر په وينا د نيول شوي ملزم نه تفتيش روان دی او دا وخت هغه د افعان طالبانو سره ملګری ؤ .
په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم پوليس د نورو ناقانونه ګرځؤل شوؤ ډلو د غړو او مشرانو ترڅنګ د القاعده پخواني او اوسني د برصغير څانګې د مشرانو د نيولو ادعاوې کړي دي .