لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ځواکونو افغانستان کې دنورو بريدونو خبردارى ورکړى

افغانستان کې امريکايي پوځي مشن کابل څخه جاري کړي بيان کې ويلي دي دحقاني نيټ ورک او طالبانو سره تعلق لرونکي جنګيالي دکابل ترڅنګ شمال ختيځو ولايتونو پروان، خوست او لوګر کې په افغان وګړو دبريدونو منصوبه جوړوي.

افغانستان کې ميشته امريکايي ځواکونو خبردارى ورکړى چې طالب جنګيالي پلازمينه کابل او دافغانستان ګڼو نورو ولايتونو کې دبريدونو منصوبه بندي کوي.

افغانستان کې امريکايي پوځي مشن کابل څخه جاري کړي بيان کې ويلي دي دحقاني نيټ ورک او طالبانو سره تعلق لرونکي جنګيالي دکابل ترڅنګ شمال ختيځو ولايتونو پروان، خوست او لوګر کې په افغان وګړو دبريدونو منصوبه جوړوي.

دافغانستان دختيځ ولايت خوست پوله پاکستان سره تړلې ده او دحقاني نيټ ورک مضبوطه ځاله ګڼلى شي.

کابل څخه جاري شوي بيان کې دممکنه ٨ؤ ځانمرګي بريدکوونکو نومونه هم ورکړل شوي او خلکو ته خواست شوى چې که چرې ددغو يادوشوو کسانو لړ کې څه رقم خبر لري نو په دې تيليفوني شميره ((0702210396 ))دې خبر ورکړي

طالب جنګيالو دتيرو کلونو په څير سږکال هم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى او دړکه يې کړې چې په دغه مهال به په افغان ځواکونو بريدونه کوي.

افغان حکومت هم طالبانو ته دسخت ځواب ورکولو ګواښ کړى.

دامريکايي پوځ ددغه خبرداري څخه څو ورځې دمخه کابل کې داستخباراتي شبکې( اين ډي ايس) په دفتر يو ځانمرګي بريد ترسره شوى چې پکې ٦٤ کسان وژل شوي او د٣٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو.

افغان چارواکي تور لګوي دغه بريد دحقاني نيټ ورک جنګيالو ترسره کړى او وايي دغه ډله دپاکستان دقبايلي سيمو څخه بريدونه کوي.

افغان چارواکي دعوه کوي حقاني نيټ ورک ته دپاکستان داستخباراتي ادارو او پوځ ملاتړ هم ترلاسه دى خو دپاکستان حکومت دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG