لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي ملګري ملتونه دې دسوريې په دوو ډلو بنديز ولګوي


 دسوريې سفير ويتالي چرکن تور لګولى دجيش الاسلام او احرارالشام په نوم ډلو القاعده سره نزدې اړيکې لرلي.
دسوريې سفير ويتالي چرکن تور لګولى دجيش الاسلام او احرارالشام په نوم ډلو القاعده سره نزدې اړيکې لرلي.

دروس دملګرو ملتونو امنيتي شورا څخه غوښتنه کړې ده دسوريې په دوو ياغي ډلو دې بنديز وګړي، دغو دواړو ډلو څخه يوه دسولې خبرو کې برخه اخلي.

دسوريې سفير ويتالي چرکن تور لګولى دجيش الاسلام او احرارالشام په نوم ډلو القاعده سره نزدې اړيکې لرلي.

دملګرو ملتونو له لوري دلويديز اؤ عرب هيوادونو په ملاتړ سوريه کې امن لپاره تيرکال پيل کړل شوو دخبرو اترو عمل کې جيش الاسلام يوه مهمه ډله پاتې شوې.

ددغه ډلې يو لوړپوړي غړي فرانسيسي خبري ادارې اى ايف پي ته ويلي روس په اصل کې په ياغيانو د فضايي بريدونو کولو او دسوريې ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ کولو له امله سوريه کې دترهه ګرۍ مسؤل دى.

دروس له لوري چې په کومه بله ډله دبنديز غوښتنه شوې هغه احرارالشام دى، دغه ډله دسوريې دقوي مذهبي تندروه ډلو څخه يوه ده او دا دالقاعده سره دتړلې النصره محاذ ډلې سره يو ځايې ده.

دپينځو کلونو څخه دزياتې مودې راهسې سوريه کې دروانې خانه جنګۍ له امله ددوو لکو څخه زيات خلک بې کوره شوي ،ددې ترڅنګ تندروه ډلې داعش دغه هيواد کې په لويو سيمو قبضه کړې او دګڼو خلکو دوژنو مسوله ده.

داعش دنړيوال امن لپاره خطره ګرځول شوې او ددغه ډلې په ضد ٢٠١٤م کې امريکا او ايتلافيانو يې فضايي بريدونه پيل کړي وو چې پکې دچارواکو په وينا داعش ته درانه زيانونه اوښتي.

دخواوشا يوې مياشتې څخه دزياتې مودې راهسې دامريکا او روس په ملاتړ دغلته اوربند پځايې دى خو ددې باوجود داړي ګړي لږې ډيرې پيښې رامينځته کيږي.

دشورو په شپه حلب کې دحکومتي ځواکونو دبمبارۍ له امله لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG